د نړۍ پنځه خطرناکې او وژنکې سيمې

د نړۍ پنځه خطرناکې او وژنکې سيمې
ډاکټر نېک محمد ويال

۱- د نړۍ مرګونې دره Death Valley: دغه دره د امريکا متحدو ايالتو کې پرته ده. د Death Valley د توخي درجه ۱۳۴ فارنهايت ته رسيږي. د وړي په موسم کې د دغه دښتې د تودخې درجه ۵۷ سنتي ګراد ته رسيږي. که چېرې دغه دښتې ته لاړ شئ او اوبه نه وي در سره نو مرګ به مو په څو قدمی کې وي. د اوبو نه شتون او د تودخي ترڅنګ Death Valley کې د وحشي حيوانات هم ډېر دی چې بايد پوره پاملرنه ور سره وشي. په تېر کې ډېرې داسې بېلګې شته دي چې د دغه دښتې د ډېر تودخي، اوبو نشتون، وحشي حيواناتو او حشراتو په درلودو سره انسان وژلي دي.

۲- ډانا کېل دښته Danakil Desert: دغه دښته د حبشې يا اتيوپې هېواد په شمال ختيځ کې موقعيت لري. د سيمې خلک دغه سيمې ته د جهنم دروازې نوم اخلي. Danakil دښته د مالګينو اوبو ډنډونه لري، په کم شمېر ژوي او حشرات په کې ژوند کوي. ګرځندوی د حبشې دغه دښتې د ډېر تودخي له امله د ځمکې جهنم هم وايي.

۳- د واشنګټن غر: دغه غر د امريکا متحدو ايالتو په واشنګټن ښار کې شتون لري. د واشنګټن غر په اړه خطرناکه خبره تيز باد دی چې سرعت يې پر يو ساعت ۲۳۱ ميله دی. د باد تيز سرعت چې په واشنګټن غر کې دی، نړيوال رېکارډ يې جوړ کړی دی. د پورته دښتو خلاف واشنګټن غر کې د ساړه درجه منفي ۴۰ سنتي ګراډ ته رسيږي. واشنګټن غر کې د يخو لوړوالی تر سلګونه زر متره ته رسيږي. که څه هم دغه غر د ګرځندوی لپاره خطرناک دی خو بيا هم هر کال په سلګونه ګرځندوی دغه غر ته ورپورته کيږي.
 
۴- Singabung Volcano: د سېنګابنګ اورغورځونکی غر په اندونيزيا کې دی. هر کال په لسګونه کسان د دغه غر په اور غورځونه کې وژل کيږي. د Singabung غر وروستۍ خطرناکې پېښې په ۲۰۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۴ او ۱۵ ز کالونو کې وي چې ستر تلفات يې درلودل. په ۲۰۱۶ زکال کې د Singabung غر يوه پېښه ثبت شوه چې لوړوالی يې ۲۵۰۰ متره وو. اندونيزيا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د اورغورځونې پېښې په کې ډېرې دي.

۵- د مارانو ټاپو: نړۍ کې د خطرناکو سيمو يوه سيمه د برازيل د مارانو دره ده. دغه دره کې د مارانو بيلا بيل ډولونه شته دي، چې ډېری يې خطرناک او زهري دي. تر ۱۹۲۰ز کال پوري دغه سيمه کې خلکو استوګنه کوله خو اوس يوازې د سياحت او ګرځندوی لپاره ورځي. د مارانو د دغه ټاپو د اوبو په منځ کې پروت دی چې د نړۍ د ګرځندوی توجه يې جذب کړې ده.