د نړۍ اتلس ( ۱۸) ننداریزو او پیژندل شوو کتابتونونو ته سفر!

که چیرته د کتاب او کتابتون سره مینه لرئ او خوښېږي مو، نو په نړۍ کې به تاسې داسې کتابپلورنځیو ته تللي وئ چې تاسو د هغه په لیدو ستړي او له مطالعې به مو زړه تور شوی وي!
 
 خو نن درته اتلس داسې کتابتونونه چې هر یو یې په یو ښه هنر سره د نړۍ په ګڼو فرهنګي بڼه رغول شوي  تاسو ورته رابولم ، او مختلفو بنایانو یې په مختلفو بڼو نقشه سره جوړ کړي او خپل فکري هنر یې په کې ښودلی دی. په دې هیله چې له داسې کتابتونونو څخه په خپل هېواد کې موږ هم برخمن شو.
 
کتابتونونه تر ډيره لیدونکي د کتاب او کتابپلورنځيو اغېز انسان مطالعې لپاره برابروي او د دې کتابپلورنځيو لیدنه دوی دې ته هڅوي تر څو د کتاب او مطالعې سره یې مینه زیاته شي ، او د یادو کتابتونو چاپیریال یې په ذهن مستقیم مثبت اغېز کوي.
 
دغه کتابتونونه د اړوندو هېوادونو ملي کتابتونونه دي، او د یادو هېوادونو  د خلکو د فرهنګ ، هنر او تمدن استازیتوب کوي
 په اتریش کې د آدموت کتابتون
 

 
یاد کتابتون د آلپ د غرونو سره په څنګ کې دی، دغه کتابتون د نړۍ په سطحه د ښایست په وجه دوهم کتابتون پيژندل شوی دی!
 
د دې کتابتون صالون په ۱۷۷۶ کال کې ۲۳۰ پوټه ډيزاین شوی دی، او پکې ټولټال ۲۰۰۰۰۰ ټوکه کتابونه دي.
 
د امریکا جورج پي باډي درمربېلند کتابتون

 
دغه کتابتون  جورج پي بادي په نوم د یو نیک کاره انسان له خوا یې د یاد کتابتون ستنې ډيزاین او رغول شوې دي. ده دغه کتابتون د خپل بالتیمور ښاریانو  له پاره په وړیا توګه رغولی او د دوی لپاره یې هدیه کړی هغه ځکه چې ښاریان یې ډير مهربانه او مېلمه پال خلک دي. یاد کتابتون جوړښت د کتابونو په الماریو څرخېدلی او د کتابتون تله یې روښنا ګیره ده پنځه بالکونه لري او داخلي جوړښت یې په اوسپینزه چوکاټ نښلېدلی دی، د یاد کتابتون تله نور نورماله روښنایي غوره کوي.
 
په ډنمارک کې د کینهاګ سلطنتي کتابتون

دا سربېره په دې چې بل نوم یې " تور الماس " دی خو په ۱۹۹۹ کال د ډنمارک د ملي کتابتون په نوم ونومول شو؛ دغه کتابتون نوی او مدرن بڼه جوړ شوی او نوم یې په تور ګرانیت له غیر منظمو زاویو اخیستل شوی دی.
 
د کتابتون بیروني جوړښت په یو لوی دهلیز چې بیروني برخه یې له شیشې څخه استفاده کړې ټول چاپیر کړې ده، د دغه شیشو داخلي فضا داسې هیجاني جوړه کړې چې فکر کوې د اوبو منځ کې تاوېږې را تاوېږې.
د چاپان په توکیو کې د ماساهینو هنر پوهنتون کتابتون

یاد کتابتون نقشه چاپاني معمار سوفوجیموتو داسې جوړه کړې چې بیروني برخه یې شیشه او ننۍ برخه یې د کتابونو الماریو چاپېره کړې ده، او په نړۍ کې لومړی کتابتون دی چې په ساده مدرن کتابتون پیژندل شوی دی! د یاد کتابتون لوړ دېوالونه ۲۰ پوټه د کتابونو د الماریو په اندازه چاپېر شوی دئ. په یاد کتابتون کې د ورځې په اوسط ډول له لسو زرو زیات خلک لیدنه او مطالعه کوي.
د آلمان د اشتونګارت ښار کتابتون




 
دغه کتابتون مکعب ته ورته شکل لري، د یاد کتابتون ډيزاین د باستاني روم له پانتئون څخه الهام شوی دئ.
 
د کتابتون ننۍ برخې موخه په یوه ځانګړې کړۍ سره تړل شوې؛ هغه په دې ډول سره چې ننۍ برخه یې په یو رنګ سره ډيزاین او پوښل شوی چې هغه سپین رنګ لري. او نور په یاده ودانۍ کې یوازې د کتابونو رنګونه راځي.
 
د چین په پېکېنګ کې لي یوان کتابتون

دغه کوچنی کلی د پېکېنګ څخه بهر موقیعت لري. دغه یو پوړیز کتابتون په خپل څنګلیز چاپیریال پورې اړوند ده، یاد کتابتون له لرګینو تیرونو څخه جوړ شوی. کتابتون ته د ننه روښنایي د یادو دړو له چولو څخه راځي!
 
دغه ودانۍ کېدای شي تر یو داسې پوښښ لاندې وي چې د روښنایۍ وړتیا یې لوړه وي؛ خو یو ډير جالب پرمختللی یخین سیستم لري.
 
چې د دې سیستم په زریعه د سیند په سر یخه هوا د کتابتون د ننه کوي.
 
د مصر سکندریه ښار کتابتون

د سکندریې اصلي کتابتون د میلاد څخه مخکې په درېیمه پېړۍ کې ورغول شو او یو د نړۍ له مشهورو باستاني کتابتونونو څخه دی!
 
د یادونې وړ ده چې یاد کتابتون د درېیمې پېړۍ په اوایلو کې ویجاړ شو، او بې شمېره کتابونه او مجلې پکې له منځه لاړ.
 
 د یاد ښار کتابتون په ۲۰۰۲ میلادي کال کې بیا نقشه او ورغول شو.
 
په ایرلنډ کې د دوبلین ترینیتي کالج کتابتون 
د ترینیتي پوهنتون کتابتون ځکه ډير مشهور وو؛ چې ودانۍ یې خورا لوړه وه ، په ایرلند کې لومړنی کتابتون دی چې ډير کتابونه لري!
 
اصلي خونه یې له ۲۰۰ نه ډیر اندازه لري او په مرمرینه ډبره او تیرو لرګیو پوښل شوی دی.
 
د فرانسې په پاریس کې د سینت ژونویو کتابتون

 
سینت ژنویو کتابتون د پاریس پوهنتون زده کړیالانو څېړنیز مرکز او د کتابونو مطالعې  اصلي سرچینه ده؛ چې د ۱۹ پېړۍ په لړ کې جوړ شوی دئ. 
 
د یاد کتابتون ننۍ برخه د مطالعې خونې په نوم پېژندل شوی دئ، او د پوهې او د فکري ودې لقب یې تر لاسه کړی.
 
په امریکا کې د نیویارک عمومي کتابتون

نیویارک عمومي کتابتون نږدې ۵۳ میلیونه ټوکه کتابونه او سندونه لري چې د نړۍ درېیم پېژندل شوی کتابتون دی، یاد کتابتون چارچاپیر ټول په ډېر هنر سره په مرمري ډبره پوښل شوی دی کله چې  ودانۍ جوړه شوه نو د نړۍ په سطحه لومړی مرمرین کتابتون وو. 
د مطالعې خونه یې د " رز" په نوم ډيره اوږده ده.
 
د برازیل په ریودوژیانیرو کې د پرتګالیانو سلطنت د مطالعې صالون

یاد کتابتون په ۱۸ پېړۍ کې جوړ شو چې څه کم ۳۵۰۰۰۰ آثار دي پکې او د پرتګالیانو تر ټول مهم اثار پکې شتون لري چې د هېواده بهر آثار یې هم راټول کړي دي، په یاد کتابتون کې آن د ۱۶ پېړۍ د وخت آثار یې پکې ساتلي دي یاد اثار ډیر جالب او قدیمي دي.
 
 
کتابتون د هر هغه چا پر مخ خلاص دی چې هغه د کتاب سره مینه لري او مطالعه کوي یې.
 
د امریکا په ماساچوست کې د بوستون ایالت عمومي کتابتون
 
د بوستون عمومي کتابتون  ۲۳ میلیونه کتابونه لري، یاد کتابتون په متحده ایالاتو کې دوهم مشهور کتابتون دی.
 
د یاد کتابتون د مطالعې خونې د یو ایتالیايي معمار څخه په الهام داسې رغولي چې د تعجب وړ او حیرانونکې دي.
 
یاد کتابتون په ۱۸۵۲ کال کې د کتابونو د ډيروالي په وجه نور هم پراخوالی و موند او د یاد کتابتون ودانۍ یې نوره هم لویه کړه.
 
د مکسیکو مرکز کې د واسکونسلوس خوزه کتابتون
 
 
دغه کتابتون د البیرتو کالاچ له خوا ډیزاین شوی او رغول شوی دی! په یاد کتابتون کې تر ۹۰ سلنې شیشه استفاده شوې د کتابونو المارۍ یې هم له شیشو جوړې شوې دي.
 
 
د کتابتون د ننه مرکز کې د یو لوی حیوان نهنګ په نوم اسکلیت ځوړند شوی دی.
 
د دې کتابتون نوم واسکونسلوس دی دغه نوم د یو مکزیکي فیلسوف او سیاستمدار دی چې په یاد کتابتون یې نومولی دی، واسکونسلوس یو فرهنګي شخصیت او د مکزیک فعال مدني او د کتاب ویلو فرهنګي شخصیت.
 په نروژ کې د ونسلا فرهنګي مرکز کتابتون 

یاد کتابتون ډيزان او رغونه یې هلن او هارډ په ArchDaily  ورځپاڼه کې ویلي: ما تر ډيره په دې پروژه کې هڅه کړې چې د نړۍ په سطحه یاد کتابتون ته داسې ودانۍ جوړه کړم چې حتی خلک یې نندارې ته له ګڼو هېوادونو راشي او ننداره یې وکړي د کتاب د مطالعې او د انسان په ذهن د کتابتون ودانۍ هم یو مثبت اغېز کولی شي! کتاب او د مطالعې لپاره د ښه چاپیریال رامنځ ته کول انسان روح تازه ساتي.
 
د امریکا په متحده ایالاتو کې د نیوهیون کتابتون

 په لاس لیکل شويو کتابونو او د پخوانیو لیکنو Beineck  کتابتون، د ادبي آرشیو او Yale پوهنتون لوی کتابتون او په نړۍ کې تر ټولو لوی ودانیز پوړ دی چې د کتابونو او جالبو اسنادو ساتنې ته ځانګړی شوی کتابتون دی!
 
د کتابونو المارۍ یې په یو داسې لوی او عظیم ستون د کتابتون منځ کې چوړې کړې چې ټولو لپاره حیرانونکې زاویې ښکاري.
 
د یاد کتابتون په ودانۍ کې له قیمتي او زړه راښکونکو ډبرو استفاده شوې لکه مرمري ډبرې، Vermont، ګرانیټ او برنز چې دغه ډبرو یاد کتابتون ته یو Outward appearance  وړکړې!
 
 
د کتابتون ننداریزې برخې ته یې د” Windows”  له ښیښو استفاده کړې تر څو نورماله نور په فلتري او کافي شکل وړاندې شي، تر څو کتابونو او مهمو اسنادو ته چې نندارې ته اېښودل شوي زیان ونه رسېږي.
 
 
د ګوتنبرک (Gutenberg Bible )  لومړی انجیل چې په چاپي تورو په چاپی ماشین چاپ شو نندارې ته اېښودل شوی وو.
 
د امریکا واشنګتڼ کې د سیاتل مرکزي کتابتون

دغه کتابتون ۱۱ پوړیزه ودانۍ لري چې له ښیښې او فولادو جوړه شوې ده. او په ۲۰۰۴ کال کې د سیاتل مرکز کې افتتاح شو.
 
د یاد کتابتون اوسنۍ ودانۍ، په یو زړه راښونکي فضا کې رغول شوې چې یوازې د کتابونو لپاره تر استفاده کېږي او همدارنګه د رسنیو لپاره یو ځانګړی ننداریز صالون هم لري چې ځینې وخت پکې د لیکوالو سره په یاد نندارتون کې مرکې او بحثونه کېږي.
 
د کتابتون ډیزاینر Rem Koolhass  نومېږي؛ د یاد کتابتون داخلي فضا انسان ته د سکون بښي او یو طبعي خارق العاده نور یې داخلي برخه خورا ښایسته کړې ده.
 
 
د انګلستان آبردین پوهنتون کتابتون

د دې کتابتون د ودانۍ ډيزاینر او معمار ښاغلی Schmidt Hammer Lassen  دی چې په ۲۰۰۵ کال کې یې د غوره معمار جایزه وګټله، 
 
دغه کتابتون د یاد پوهنتون کې په نامه د مور ملکه په نوم چې په ۱۹۶۵ راهیسې څخه فعال وو خو دې وروستیو کې د کتابونو او مشتریانو په زیاتېدو سره یې همدا نوې ودانۍ ورته ورغوله، د دې ودانۍ په لومړي کال یې  ۷۰۰۰۰۰ کسانو له یاد کتابتون لیدنه کړې وه. 
 
په دغه ودانۍ کې داسې لاره ده چې ټول اته پوړیزه برخه یې سره تړلې ده.
 
په چاپان کې د آمریمیرال کانازاوا کتابتون 

دغه کتابتون دری پوړیزه ودانۍ لري، چې یاده ودانۍ په چاپان کې ډیره جالبه او د معمارانو د پاملرنې وړ ګرځېدلې؛ د دې کتابتون چارچاپېره دیوالونه یې وروسیو ته ورته جوړ شوي او پکې سپین سوري په داسې زاویو کاږلي تر څو هغه ته پوره طبعي روښنا د ننه شي!
 
د کتابتون په دننه مرکز کې کمبتې ته ورته کوچنی ځای جوړ شوی چې دیوالونه یې له داسې موادو رغول شي چې کله هلته څوک مطالعه کوي نو له هر ډول څخه په امان دي یعنې دیوالونه یې د غږ ضد دي هر څوک چې غواړي مطالعه وکړي نو همدغه اتاق ته د ننه کېږي او مطالعه کوي.
 
پای 
سرچینه:businessinsider
فارسي ژباړه : mihanpost
پښتو ژباړه : hamid haqmal