زما ملګري ته لیک

اې تاسره چې څومره نېږدې کېږم،همدومره راته د زړه سکون راکوې.
د ژوند لاره مې لا غزوې په دغه غزولو کې راته د ژوند هنر زده کوې.
اې باور وکړه هر لحظه ستا په لیدو خوښېږم
غواړم ډیر د خپل کړم
ستا په خپلولو زما زړه د هغه ربابي تارونو زنګ
چې بغیر ستا د شتون یې زما د زړه د تارونو زنګ نیولی وو
هغه په یو داسې زاویه له منځه ځي او پاکېږي
څومره چې راته نېږدې و اوسې
کله مې چې په لومړۍ ورځ ستا دیدن ته درغلم
ناڅاپه درنه ووېریدم
احساس مې په ناپامۍ لاړ...
خو ستا خبرې
یوازې زما د ژوند پیژندلو لار وه
زه هم همدغه لار درسره وړم
زه تاسره مینه لرم
همداسې راسره پاتې شه
څومره چې راسره یې
زه ستا په شتون د ارامښت احساس کوم.