د کرونا ناروغي چې چین هېواد کې یې لومړۍ پېښه ثبت او د یاد هېواد په زرګونه کسان یې ووژل او بلاخره له همدې هېواده یې نورو هېوادونو ته رېښه لاړه او حتی اوس د نړۍ په سطحه دغه ناروغي پاشل شوې ده، خو دا موږ باید ومنو چې دا یو الهي افت دی او په موږ نازل شوی او بشر یې په مخنیوي کې پاتې راغلی!
خو هر هېواد یې تر خپله وسه د دې ویروس د مخنیوي هڅې وکړې او لا روانې دي ، خو زموږ بدبخته حکومت یې د دې پرځای چې مخکې له مخکې یې کوټلي ګامونه اخیستی وی لا پاتې دی! او هره ورځ د ګاونډیو هېوادونو له پولو ګڼ شمېر کسان چې په دغه ویروس اخته دي راځي او دغه هېواد کې یې نفوس زیاتېږي.
د روغتیا وزارت وزیر چې د ښه وزیر نړیوال مډال یې هم تر لاسه کړ! تر اوسه یې کوم عملي ګام نه دی اخیستی د دې پر ځای چې دوی خپله دغه ویروس پیژندلی وئ، چې دغه ویروس څه شی او له کومو شیانو منځ ته راځي؟ کېدای شي یاد ویروس د هېوادونو په چاپیریال پورې تړوا هم ولري، او بل دا چې د دغه ویروس توپیر له انفلونزا سره څه شی دی؟ ایا یوازې یې نوم بدل دی که توپیر لري د کرونا او انفلونزا کومې نښې توپیر کوي؟؟
خو د یاد وزارت له خوا یوازې د نورو ژبو څخه د کرونا په اړه خپاره شوي معلومات هغه که سرچینه معتبره وي او کنه ژباړي او خلکو ذهني تصویر ته پاشي! او دغه موضوع یې په ټولیزو رسنیو کې دومره ګرمه کړې چې حد نه لري!
د دې پر ځای چې دوی باید د هېواد په هغه ولایتونو کې چې هغه نورو ګاونډیو هېوادونو سره پوله لري د مخنیوي لپاره یې لومړني اقدامات کړي وی برعکس مرکز کې یې یوازې نمایشي او رسنیز پوښښ لپاره ماسکونه وویشل او ژباړلی معلومات یې ورکول هههه.
د یو افغان په صفت سړی سخت مایوسه شي چې اخر به مو تر کله په سرنوشت بازي روانه وي؟
حکومت به مو تر کله په چور او چپاولګرۍ اخته وي؟
که حکومت او روغتیا وزارت په ریښتیا هم غواړي په هېواد کې د بشري ناورین مخه ډب کړي باید سرحدي ولایتونو کې بېړني روغتونونه رامنځ ته کړي او هغه کسان چې له نورو هېوادونو راځي هملته کرنتین او همغه ځای کې یې درملنه وکړي.
وروستي