ریښتیا څه دي؟ دلته یې ولولئ!

پروژیي مشران ولې د غني د ناکامېدو هڅه کوله اوکوي یې؟
ایا اوسني ګوندونه ریښتیا هېواد ته وفا داره وو او دي؟
کرزی ولې د ګوندونو مشران د غني د ناکامۍ هڅې کوي؟

دا چې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې خو تر ډیره یې ټاکنو ته نوماندو کسانو یوه هم د راتلونکي ۵ کلونو لپاره هېڅ برنامه نه درلوده او نه هم په کومه کمپایني غونډه کې ترې یادونه وکړه!

تر ډیره دغه ټاکنو ته هغه کسان ولاړ وو،  چې عملا د نورو هېوادونو له خوا یې سپانسر روان وو؛  دوی خپله د ملت لپاره هېڅ داسې څه نه درلودل چې پرې حساب وشي د دوی ګټې یوازې تر خپل ګوندیزو کسانو محدودې وې او بل څوک یې نه پیژندل!

خو یوازینی کس ولسمشر محمد اشرف غني وو؛  چې د ملت او هېواد لپاره یې  د ۵ کلونو لپاره نه بلکې د ۳۰ کلونو لپاره یې په یوه داسې طرحه کار پیل کړی وو،  چې ۳۰ کلونو کې به ټول هېواد له شته اقتصادي بحرانه ژغوري او شته قومي ژبني تعصوبونو ته به د پای ټکی ږدي.

د نورو د غیبت او تحقیر په ځای یې هره ورځ د هېواد د رغونې په پلان کار کولو.
په تیره دوره چې د ملي وحدت تر نوم  حکومت رامنځ وو،  نو ولسمشر ته اړوند کوم وزارتونه او هغه اړوندې ادارې چې د دوی اړوند ګرځېدلې وې خورا یې په ښه بڼه تر سره کړې.

د ملي وحدت حکومت د پرمختګ اصلي خنډ د پخواني حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله وو؛  چې له بده مرغه په ۵ کلونو کې یې هېڅ داسې څه ونه کړل چې سړی ووایي چې دغه کار د هېواد او ملي ګټو په خیر د وي!

د بېلګې په توګه پوهنې وزارت چې د دوی په برخه وو،  دومره یې د زده کړو بهیر له خنډ سره مخ وو،  چې خپله د هېواد پلازمېنه کابل کې یې د ښوونکو کمی،  د کتابونو نه شتون،  زده کوونکو ته د ښوونځیو نه شتون ...

دا او دې ته ورته نور ډیر مسایل وو چې هېواد یې بحراني کولو ...
خو د دې خنډونو سره سره بیا هم ولسمشر وکولی شول چې + د هېواد اقتصاد د پراختیا په لور روان کړي ...

+ د حکمتیار سره یې د سولې خبرې پیل او د هغه راوستل 
+ د طالبانو سره د سولې په راوستلو کې که نه ستړې کېدونکې هڅې ...

له عبدالله عبدالله وروسته د غني ضد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وو،  چې دی او ټیم یې لا تر دې دمه د ناکامۍ هڅې کوي،  ځکه چې د دوی ټیم د غلو،  انسان وژنکو،  غصب کارانو،او د ملت خاینین پردیپال وو،  د دوی موخه دا وع او ده چې د تیر حکومت پلونه پټ کړي.

کوم ګلان یې چې کرلي نه غواړي هغه راوسپړي!
د کرزی ټیم او همدا شان ملګري یې همغه کسان دي چې د دې هېواد په کونډو، یتیمانو، معیوبینو او د دې ملت په وینو کې یې لاس سور دی!

نن چې دغه ډله د غني د ناکامۍ هڅې کوي او کوله یې دوی یوازې د خپلو شخصي ګټو په خاطر ځکه چې د چین او روسیې نه یې د فرهنګي وژنې ملت وژنې رسنیزو پروژو خطر یې ویني.

د کرزي د وخت هغه غداران چې د ملت په وینو به یې لوبې کولې ولسمشر محمد اشرف غني څنګه کړل!؟

په لاندې توګه د هر یوه حالت:
زه فکر کوم چې اوس دوستم او خليلې سخت خطا وتلي دي.
ولسمشر اشرف غني د تیر تاریخ په درس اخیستو نغواړي تیرې مرموزې کړنې تر سره کړي!
ولسمشر محمد اشرف غني ډاکټر نجيب ندى چې حکومت یې تاسو ته تسليم کړي، او خپله هوايي ميدان خوا ته لاړ شي چې بيا وروسته ستاسو کسان دهغه ومخه ونيسي او د موټر نه يې ښکته کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني حامد کرزى هم نه دی،  چې ستاسو د پښو د ټپ ټپ نه هم وډار شي او ټول شمال تاسو ته تسليم کړي!

له غني سره ګپ داسې ده لکه د مچۍ ځاله چې په تيږه ووهې.

تاسو ته خورا روښانه شو  چې  غني له عطا محمد نور سره څه وکړل؟
په همدې ډول یو  احوال د ظاهر قدير واخله او پوښتنه ترې وکړه چې څه حال لري ولې هيڅ غږ يې نه راوځي؟

له خپل ډير نږدې ملګري همايون همايون څخه پوښتنه وکړئ چې چيرته دی څه شو د دوی پارلمان او ولې غر او فش نه پاتې دی؟

قيصاري، عليپور او لسګونه نور زورواکي او قومندانان په څه حال کې دي!؟؟  يو ځل د هغوي په اړه فکر وکړئ بيا راشئ  د موازي حکومت د اعلانولو دعوه وکړئ!!!

نو زما له هغه ځوانانو چې زده کړې یې کړې هیله دا ده،  چې نور تر دغه او هغه نومونو لاندې پریپالو کسانو چې د افغان تر نوم لاندې پروژې پر مخ بیایي ځان وساتئ
!
هغه چاته لاس ورکړئ،  چې هېواد ملت د دې هېواد د هر بچي د لاس لګڼه ده لاس ورکړئ.
د یو سوله ایز او سرلوړي  افغانستان په هیله
حامد حقمل