له ماشومانو سره د ژمنو زیانونه

ماشومانو ته باید وعده ورنه کړل شي او نه وعده ترې واخیستل شي، زموږ اړیکې له اولادونو سره باید پر ډاډ او باور ولاړې وي. کله مو چې مور ـ و ـ پلار پر یوه موضوع درته ټینګار کوي؛ نو تاسو مجبور یاست چې وعده ورکړئ؛ ځکه د مور او پلار تر حد زیات ټینګار ددې سبب کېږي چې تاسو په خپل ځای کې پر وړتیاوو شکي کړي.
 
وعدې ددې سبب کېږي چې په  ماشومانو کې غیرې واقعي توقعات رامنځته کړي، کله چې ماشومانو ته وعده ورکول کېږي لکه: تا به ژوبن ته بیایم، دا ځل د پارک ته بیایم، دا ځل به رسټورانټ ته ځو؛ هماغه وعدې په دوی کې په ژمنو پخو ژمنو کې شمېري او فکر کوي چې ددغه ژمنو پر اساس باید په هغه ورځ حتی باران ونه ورېږي، باید ناروغ نه شي، نه باید بله پیسه رامنځته شي چې ددغه ژمنو د پوره کېدو مخه ونیسي.
 
او له بله اړخه، له ماشوم څخه باید وعده واخیستل شي چې ته به په راتلوونکي کې ښه چلند ناسته ولاړه او رفتار کوې یا مو دغه بد رفتار اصلاح کړه، کله چې له ماشوم څخه دده د خوښې خلاف وعده اخلئ، خپله به هم ځان په هماغه چوکاټ برابره وي؛ ځکه خپله چې موږ  هماغه وعدو ته ژمن نه و؛ نو زموږ عملونه او وعدې به په دوی باندې څه اغېز وښندي؛ نو مجبور یو چې له ماشومانو سره مخکې له مخکې په فریبانه توکه ژوند مخکې یو نه سو.