ماشوم او پینځه غوره جملې

پینځه غوره جملې چې د ماشوم په روان کې بدلون رامنځته کوي او اړ کوي چې په ورځني ژوند کې له کورنۍ او نورو سره نرم چلند وکړي:
 
۱: خپله پرېکړه وکړئ:
 کله چې ماشوم او ملګري یې په اتاق کې په لوبو بوخت وي؛ خو شورماشور یې ستاسو د ازار او اذیت سبب کېده، غوره داده چې ورته ووایاست:«ماشومانو شور مه کړئ، غلې ساعتري وکړئ یا له کوټې ووځئ» که بیا هم تر پیځو دقیقو غلي نشول ورته ووایاست:« ښه مو وینم، ژر شئ، له اتاق څخه ووځئ» دغه جملې تاسو د منفي رول لوبولو ژغوري؛ ځکه هغه پوهېدل چې ستاسو پرېکړه داده او ځکه دا پایله ددې لامل شوه او په دغه ډول ماشوم ځان د خپل عمل مسؤل ګڼي.
 
۲:د مینې په نړۍ کې له ماشوم سره خبرې وکړئ: 
زه درسره مینه لرم؛ خو دغه کار مې دې نه خوښېږي، که چېرې غواړۍ، ماشومانو ته لفظي لارښونې وکړئ، منفي او مثبت کارونه وروښایي، هغو ته ور زده کړئ چې موږ ښه او بد کارونه لرو نه ښه زوی او بد؛ دوی ته د قوانینو تشریحات او د چلندونو لارښونې وکړئ، که څه هم هغه غواړي چې په ناخوښو چلندونو لاس پورې کړې؛ خو تاسو وغواړئ چې له بدو کړنو سره د ماشوم اړیکه قطع کړئ.
 
۳: له تا څخه غواړم چې ستونزه د حل کړې:
که چېرې ماشوم داسې کاوه چې ستاسو د رنځ سبب کېده،ورته ووایاست، په ستونزو کې اخته شوی یې مثلاً:« د تلویزیون لوړ اواز مې د سردردۍ سبب کېږي» نو له هغو وغواړئ چې د ستونزې په حل کې درسره مرسته وکړي. کله چې تاسو خپله داسې فضا جوړه کړئ چې ماشوم په ذهني نړۍ کې دا راجوړه نه کړي چې تاسو یې دښمن یاست؛ نو هغه خپله ځان مسؤل ګڼي چې له تاسو سره ددغه ستونزې په حل کې مرسته وکړي. که چېرې له ماشوم سره د ځان په خوښه رفتار وکړئ، کېدای شي، ستاسو په تاوان تمام شي.
 
۴: ستا احساس درک کوم:
کله چې ماشوم په قار شي، داسې خبرې کوي، څو د نورو کسانو پاملرنه جلب کړي مثلاً:« درنه بد مې راځي» یا « ډېر بد یې» دا هغه جملې دي چې ستاسو ذهنونه ډکوي او تاسو باید له ماشوم سره مرسته وکړئ؛ تر څو مناسبې جملې ستاسو لپاره استعمال کړي او که تاسو په دغه بدو ـ ردو کې هغه پرېږدئ؛ نو په راتلونکي کې ورڅخه کېنه کښ انسان جوړېږي، هېڅکله به یې په یوه شي اسانه غوسه نه سړېږي.
 
۵: ایا هغه ملګري ته دې چې وویل  یې واقعیت دی، ته په قار شوې؟
بېلابېل خلک بېلابېلې اړتیاوې لري؛ نو ځکه ماشومان په اعتراضي ډول مور او پلار ته وایي « عدالت رعایت کړه باانصافه اوسه»  دغه جملې هغه وخت ماشوم تکراروي چې وغواړي باید خاص څیزونه ورکړل شي، په دې خاطر چې ورور ته یې ورکړل شوي دي. موږ باید ماشومانو ته ور زده کړو« انصاف او عدالت دادی، هر څوک چې هر څه درکوي، باید قبول یې کړې» که تا عینکو ته اړتیا درلوده او خور دې څپلکو ته، که له تاسو دواړو هر یوه د خپلې خوښې څیزونه واخیستل، دې ته انصاف او عدالت وایي.