راتلونکی

• تل تېر مالوم وي، حال ټاکلی. دا راتلوونکی دی چې ټول ورنه ناخبره یو."ژولیرکوري"

• که چېرې راتلونکی نه وئ، موږ به هیڅ هیلې نه درلودی."هانري فورد"

• د نن خلک ددې لپاره ژوند کوي چې روښانه راتلونکی ولري.."برنادشاو"

• هر هغه څوک چې د راتلونکي په اړه زیات فکر کوي، خپل روان خرابوي."چارلي چاپلین"

• موږ باید د خپل راتلونکي لپاره قاطع غوڅه پرېکړه وکړو او هڅې وکړو چې هیلې ولرو؛ خو باید د راتلونکي لپاره ژوند ونکړو."ګوته"

• زموږ راتلونکی د بند وره په څېر دی، خبر نه یو چې تر شا یې نیکبختي ده که بدبختي."توماس مان"

• زموږ نن ورځې د سبا په څېر نه دي دا هم امکان لري چې راتلونکی مو د نن په څېر نه شي."توماس، الوا، ادیسون"

• خپل راتلونکي ته تر ټولو اسانه لاره د هغې په اړه زیات فکر نه کول دي."میکلانژ"

• تاریخ لیکونکی د تیر مهال لپاره ژوند کوي، شاعر د حال او فیلسوف د راتلوونکی لپاره."ماری امپر"

• که چېرې موږ د راتلونکي په اړه فکر ونکړو، هغه تېریږي، شاید راتلونکي کې پښمانه شو."شیللر"

• د ټولو پوهانو او دیني عالمانو کوښښونه ددې لپاره دي چې د بشریت راتلونکی روښانه وي."روسیتي"

• هر هغه څه چې موږ یې افسوس کوو، تېر حال دی، هر هغه څه چې هڅه یې کوو، حال دی، هر هغه څه چې هیله یې لرو هغه راتلونکی دی."اکوست رودن"

• راتلونکی هماغه هیله ده."اسپنوزا"

• زموږ د راتلونکي اندازه له اولې ورځې تر اخره پورې تعین شوی دی."لاووازیه"

• موږ یوازې دې نن لپاره ژوندي نه یو، باید د راتلونکي لپاره هم فکر وکړو."مارسل اشار"