
د نړۍ پنځه پياوړي اسلامي هېوادونه
ډاکټر نېک محمد ويال
روان کال کې د يوې شوې سروې پر اساس د پوځي ځواک پر بنسټ د نړۍ پنځه پياوړي اسلامي هېوادونه په لاندې ډول نوملړ شوي دي. په دې لېنکه کې ياد هېوادونه له ټېټې درجې څخه تر لوړې درجې درپېژنو.
۵- ايران: د دغه هېواد ټول پوځي ځواک تر دوه مېلېونه شمېرل شوی دی. هوايي ځواک کې يې د چورلکو او الوتکو شمېر ۴۷۷ ته رسيږي. ايران ۱۶۱۶ ټانکونه او ۳۹۸ بحري بيړۍ لري. د دغه هېواد پوځ لپاره شپږ مېلېارده او درې سوه مېلېونه امريکايي ډالر بودېجه ځانګړې کيږي. تر شوې سروې کې ايران په پنځم مقام کې راغلی دی.
۴- اندونيزيا: د اندونيزيا د وسله وال پوځ شمېر تر نهه سوه زر پرسونل ته رسيږي. ۴۴۱ چورلکې او الوتکې يې په هوايي پوځ کې فعاليت کوي. ۴۱۸ ځمکني ټانکونه او ۲۲۱ بحري بيړۍ لري. د اندونيزيا د پوځ کلنۍ بودېجه تر اووه مېليارده امريکايي ډالرو رسيږي.
۳- پاکستان: د پاکستان انساني پوځي ځواک يو مېلېون او يو لک ته رسيږي. ۹۵۱ هوايي چورلکې او الوتکې لري. د پاکستان په ځمکني پوځ کې ۲۹۲۴ ټانکونه او په بحري ځواک کې يې ۱۹۷ کښتۍ دي. پاکستان د خپل هېواد دولتي بودېجې اويا سلنه پر پوځ مصرفوي او د پوځ کلنۍ بودېجه يې اووه مېلېارده امريکايي ډالر ده.
۲- مصر: په منځني ختيځ کې دغه اسلامي هېواد چې لرغونی تاريخ لري، د نړۍ د اسلامي پياوړو هېوادونو په ډله کې راځي. د مصر انساني پوځي ځواک يو مېلېون او درې سوه زره کسانو ته رسيږي. مصر خپل پوځي ځواک پر ۱۱۳۲ چورلکو او الوتکو پياوړی کړی دی. د مصريانو ځمکني پوځ کې ۴۱۱۰ ټاکنونه او په بحري پوځ کې يې ۳۱۹ بيړۍ شتون لري. مصر تقريباً څلور نيم مېلېارده امريکايي ډالر بودېجه پر خپل پوڅ مصرفوي.
۱- ترکيه: د ترکيې پوځي وسله وال پوځ پروسونل نېږدې شپږ سوه زره کسانو ته رسيږي. هوايي پوځ کې ۱۰۱۸ چورلکې او الوتکې شته دي. ترکيه ۲۴۴۵ ځمکني ټانکونه او بحري پوځ کې ۱۹۴ بيړۍ لري. ترکيه پر خپل هوايي پوځ له اته مېلېارده ډېره کلنۍ بودېجه مصرفوي. د شمېرنو پر اساس اوس مهال ترکيه يوازينی اسلامي هېواد دی، چې په پوځي، اقتصادي، رغنيزو او نورو برخو کې يې د پام وړ پرمختګ کړی دی.