هغه عوامل چې د ازدواج وروسته د هغه په اغېزو ورزياتوي

د ازدواج وروسته ممکن ډېرى د هغه د اغېزو د زياتولو لپاره ډېرى لارې شتون ولري، چې په هره ټولنه او د هر فرد په ذهنيت په اساس ممکن توپير ولري، زنوږ او ستاسې په ټولنه کې دا باور عام دى چې د دې لپاره چې خپله مېرمن تر خپل اغېزې لاندې راولو بايد هغه ته د خبرو کولو حق ورنکړو يا د په لومړى شپه هغه ته د خپل کور يا د خپل ځان په اړه ټول موادرد ور وښايو، دا د مروجه باورنو او دودونو يو دوه بېلګې وې، کوم چې دواړه ښه پايلې او اغېزې له ځانه سره نه لري ځکه د ازدواج څخه وړاندې موږ په خپله ټولنه او کورنۍ کې يو کس ګڼل کېږو خو له هغه وروسته موږ د خپل ټول ژوند لپاره ځانته يو داسې څوک ټاکلى چې په ښه او بد خوښي او خفګان کې راسره سم شريک دى، نو کله چې په دې مسايلو کې راسره شريک دى نو ولې بايد د مسايلو په اړه د نظر ورکولو او برخه اخېستلو کې ونډه ورنکړل شي، همدارنګه په لومړنى شپه هغه ته د ځينو مسائلو څرګندول چې بايد ترې انحراف ونشي په خپله زموږ ثبات ښايي په دې مانا موږ د ازدواج ه لومړنى شپه خپل د ژوند شريک څخه د دې مسائلو په ذکر کولو سره غواړو چې د بدن هڅه دې ونکړي يا موږ ترې دبدلون د رامنځ ته کولو روحيه اخلو او ځپو يې ترې غواړو چې زموږ د خدمتګار په توګه زموږ د اصولو په اساس له موږ سره ژوند وکړي، بې پامه له دې چې موږ په دې کار سره د هغه د ذهنيت ځپلو ته لاره هواروو، او د نوښت او غوره والى د رامنځ ته کېدو مخه نيسو، له بلې خوا يو الهې حکم چې موږ ته پرې امر شوى چې (د مسائلو په اړه يو له بل سره مشوره وکړئ تر پښو لاندې کوو د دې لپاره چې خپل اغېزمنتوب ثابت کړو په داسې حال کې چې دا لاره د اغېزز د ثابتولو يا مديريت ناسمه لاره ده، او هغه لارې چې ارواپوهانو موږ ته د دې موضوع په اړه راښودلي په لاندې ډول دي.

١- انسان په فطري توګه داسې يوه ځانګړنه لري چې د بل انسان يا د مقابل لورې ښېګڼه جبران کړي، نو د همدې لپاره ښځه او خاوند د خوشاله ژوند او بريالى ازدواج لپاره د امکان ترکچې دې بايد هڅه وکړي چې يو بل څخه د څه غوښتنې پر ځاى يو بل ته څه ورکړي يا وبخښي په ځانګړې توګه خاوند بايد د دې پرځاى چې د خپلې مېرمنې څخه غوښتنې يا هيلې ولري، بايد هغه ته څه وبخښي ځکه هغه دمېرمن په پرتله د د ې کار لپاره ډېر فرصتونه مومي، او وسره په څنګ کې کله چې خاوند دا کار کوي په مقابل کې د خپلې مېرمنې د پوره مينې څخه هم برخمن کېږي، چې مينه په خپل وار سره د دوې ترمنځ دا اړيکې ته لا ښه والى او پوخوالى وربخښي.

٢- د خپل مېرمن او يا هم خاوند څخه غېر واقعي يا خيالي غوښتنې مه لرئ، ځکه داکار ستاسې د ژوند د شريک د قهر غوصې او غېر نورمال کړنو مخه نيسي، داراز له هغه ځايه چې د انسانانو ترمنځ توپيرونه شتون لري او هر انسان په يوه برخه کې ترنورو ښه خو په بل اړخ کې ممکن د بل انسان په پرتله نيمګړتيا ولري، د همدې لپاره دا هڅه مه کوئ چې خپله مېرمن او يا خاوند مو د نورو سره پرتله کړئ.

٣- کوښښ وکړئ تر ډېره د ژوند د مسائلو په اړه مثبت ليدلورى او د ژوند دشريک په وړاندې مو نيک نظر خپل کړئ.

٤- هڅه وکړئ مېرمنه او يا خاوند مو د هغه کارونو ترسره کولو ته وهڅوئ، چې ترسره کېدل يې تاسې ته خوښي دربخښي، او د دې کار لپاره د ټولو ممکنه لارو څخه ګټه پورته کړئ، يوه ممه مساله چې بايد ورته پاملرنه وشي هغه د مار د ترسره کولو سره سم د هڅونې څخه ګټه اخېستل دي.

٥- کوښښ وکړئ د ژوند د مسائلو په اړه ګډ هوکړې ته ورسېږي، او هغه موخه چې تاسې يې لري يانې د خوشاله کورنۍ لرل، نو هغه ته د سېدو لپاره خپل ټول فعاليتونه د هغه په لور متمرکز کړئ.

٦- هڅه وکړئ چې يو بل سره د زور او ځواک د مالومولو په پرته ګډ هوکړې ته ورسېږئ.

٧- د تېروتنو د سمون لپاره د رټنې څخه د ګټه اخېستلو په پرتله هڅه وکړئ، چې تېروتنو ته د سمون لاره ومومئ، ځکه که تاسې د تېروتنو د سمون لپاره د رټنې څخه ګټه پورته کړې نو يو د پل احساساتو ته به زيان ورسوي.

٨- که تاسې هريو د مقابل لورې لخوا و رټل شوې نو د ځواب ورکولو په ځاى هڅه وکړئ چې چوپتيا اختيار کړئ، ځکه داکار د ډېرو نااړوند او غېر ضروري خبرو او موضوعاتو د رامنځ ته کېدو او تکرارېدو مخه نيسي، ځکه دا وخت په چټکې سره تېرېږي او د دې وخت په تېرېدو سره کله چې تاسر ارام شوې نو هغه سره د ټاکلې مسالې د حل په اړه خبرې کولى شئ.

٩- په حال کې ژوند وکړئ، د تېرژوند ناخوالې او د راتلونکى ژوند رامنځ ته کېدونکى ستونزې مه يادوئ، کوښښ وکړئ حل موښه کړئ او د راتلونکى رامنځ ته کېدونکو ستونزو د حل لپاره هوکړې ته ورسېږئ.

١٠- تل له يو بل څخه پوښتنه وکړئ چې خوشالې مو په څه کې ده، په ځانګړى توګه داپوښتنه په هغه وخت کې ډېر وکاروې کله چې په ژوند کې مو کوچنى او د خوښې وړ بدلونونه راغلى وي.