تبليغات


 
تبليغات هغه قصدي پروسې څخه عبارت دى چې موخه يې د خلکو د افکارو کنترو، بدلون، او په د يوې مشخصې موخې لپاره په يو مشخص مسير د خلکو د فکرونو سمولو او کنټرول ته وايي.
تبلېغات مختلف ډولونه لري چې عبارت دي له، ښوونيز، سوداګريز، او سياسي تبليغاتو څخه دي، تبيلغات د شايعې او يا اوازې سره توپير لري او توپير يې په دې کې دى چې په تبليغاتو کې ويونکي او اورېدونکي مالوم وي په داسې حال کې په شايعه کې بيا ويونکى او اورېدونکي مالوم نه وي شونى ده يو کس، يوه ډله، يو ګوند د نوم په نه څرګندولو په شرط د مشخصو موخو لپاره شايعه په لاره واچوي،بله داچې په شايعه کې يواځې د پيل پلان وي نه د کنټرول او مسير مګر په سياسي تبليغاتو کې د پيل نه ترپايه پلان ، مسير او کنترول مالوم وي، بله داچې سياسي تبليغات دټولنې د اړتياوو، پوهې کچې او نور.... سره سم ترتيب کېږي په داسې حال کې چې شايعه بيا دا ځانګړنه نه لري.

دا راز شايعه ځېنې وختونه په غېر ارادي ډول پرمخ ځي مګر سياسي تبلغات د ارادې تابع دي.
شايعه
ټولې هغه خبرې چې ويونکي يې مالوم نه وي، ريښتني اساس ونه لري، د کنټرول وړ نه وي او موخه يې تر ډېره تخريب يا ستاينه وي، شايعه بلل کېږي.
سياسي تبليغات
چې په سياست پوهنه کې ورته پروپاګندا هم وايي د هغه پروسې څخه عبارت دى چې پکې عاطفې کړنې د عقلاني کړنو ځاى ناستى کېږي او موخه يې د واک ترلاسه کول او تداوم او د مقابل لوري ماتول وي، يا په بله ژبه د واک د ساتلو لپاره پلان شويو هڅو څخه عبارت دى.
نن ورځ په افغاني ټولنه کې ولمشر غني د سياسي تبلغاتو څخه په استفادې د ولس د مينې وړ ګرځېدلى چې د دې مسالې ښکاره بېلګه ده.

سياسي تبليغات په عمومي توګه د تبلغاتو د ډول په توګه د تبلغاتو عمومي اصولو پيروي کوي په دې مانا چې د تبلغاتو عمومي اصول د سياسي تبلغاتو اصول هم ګنل کېږي مګر د څېړنې د ميتودونو په څېر موضوع، وخت او حالت ته په کتو د سياسي تبلغاتو د کارونې اصول ټاکي.
په سياسي تبلغاتو کې مهمه برخه د برنامې يا پلان لرل دي، او پلان د ويونکي يا ترتيبوونکي، مخاطب، محتوا او حالت په څېر په سياسي تبليغاتو کې د ارزښت وړ دي که چېرته د سياسي تبلغاتو په برخه کې د پورتني هر يوې برخې کې غفلت وشي تبليغات خپل اغېزمنتوب له لاسه ورکوي.
پاتې برخه په نورو ليکنو کې