د ګډ ژوند په جوړولو کې د مشاورې ارزښت

له ازدواج څخه وړاندې تاسې بايد له يو مشاور سره د خپل راتلونى ژوند په اړه يو ناسته وکړى، ځکه دا چاره تاسو او ستاسو د راتلونکى ژوند لپاره ځېنې مسائل روښانه کولى شي و يا هم دا چاره د ارواپوهانو لخوا اړين ګڼل شوى دى، دلته غواړو چې د واده څخه وړاندې هغه اړين موضوعات يا موارد چې پام کول ورته اړين دي ياد کړوترڅو تر يوه بريده تاسې ته لارښوونه وکړي دا په هغه صورت کې چې تاسې مشاور او مشاورې ته لاسرسى نه لري.نو تاسې کولى شي د لاندنيو لارښونو څخخه ګټه واخلى. له واده څخه مخکې د خپل جنسي شريک سره د لاندې مسايلو په هکله خبرې وکړئ.

١-مذهبي، عنعنوي، او رواجي مسائلو په هکله.
٢-جنسي اړيکې، غوښتنې، لېوالتوې، او نورو ... مسائلو په اړه.
٣-مادي مسائل د واده او د واده څخه وروسته ژوند لپاره اړن مادي توکو پيرل.
٤- ځاني روغتيا، د وزن کتنرول، نور... صحي او نسي مسائل.
٥-د کورنۍ مديريت د ځان څارنه او د مسوليتونو وېش.
٦-د اولادونو د تعداد او نورو په هکله.
٧-وزګار وختونو ته د مهالوېش جوړولو په هکله همدارنګه د تفرېخ ډول او دې ته ورته نورو مسائلو په هکله.
٨-د خپل او خپل د مېرمنې د خپلوانو سره تګ راتګ په اړه.
٩-ټولنيزو مسائلو او محدويتونو په اړه.
١٠-د دواړو خواوو موخو او هيلو په اړه. له واده مخکې او وروسته.

ددې مسائلو سره سره تاسې بايد خپل د مېرمنې د تېر ژوند او نورو مسائلو په هکله ترې وپوښتنئ. يا هم د نورو لارو په واسطه مالومات ترلاسه کړئ.ځکه لکه څرنګه چې ستاسې شخصيت ستاسې د تېر عمر څخه اغېزمن شوى نو په همدې ډول ستاسې مېرمنه هم انسانه ده او د هغې شخصيت هم د تېر ژوند څخه اغېزمن شوى ده نو د همدې لپاره د هغه د تېر ژوند په هکله د مالوتو موندل يا د هغه په هکله پوهېدل تاسو سره مرسته کوي چې دستونزو په وخت کې په اسانې سره د ستونزو رېښه پيدا کړى يا خپله مېرمنه و درک کړي او له هغه ووسته د هغه د ستونزو او نيمګړتياوو په نظر کې نيولو سره د هغه سره جوړجاړى وکړى،همدرانګه له وده څخه وروسته ژوند يواځې تاسې پورې اړه نلري يا تاسو نور په ژوند کې يواځې نه ياست بلکه مېرمنه مو ستاسې د ژوند شريک ګڼل کېږي نو د همدې لپاره د وړاندې څخه د هغه سره اړيکه ټينګول او د هغه د ځانګړنو په هکله ځان پوهول ددې سبب کېږي چې تاسر ورسره جوړجاړى وکړى او له وړاندې څخه د ستونزو د حل تدابير ونيسي.