د لويو وچو ترمنځ بالسټېک توغندي کوم ډول وسله ده؟

د لويو وچو ترمنځ بالسټېک توغندي کوم ډول وسله ده؟
ډاکټر نېک محمد ويال

د لويو وچو ترمنځ بالسټېک توغندي چې انګلېسي کې ورته intercontinental ballistic missile توغندي وايي او لنډ نوم يې (ICBM) دی، چې د بالسټېک توغنديو کورنۍ څخه دي. بيا بالسټيک مزايل د guided يا لارښوونه کېدونکو توغنديو له ډلې دي. بالسټيک مزايل د Warhead يا سرګولولو د لېږد وړتيا لري، چې لارښوونه کيږي.

د لويو وچو ترمنځ بالسټېک مزايل لږ تر لږ د ۵۵۰۰ کيلومتره واټن د وهلو وړتيا لري. که څه هم نړيوال بالسټېک مزايل ډول - ډول وسلې لېږدوي خو ځانګړی ماموريت يې د اټومي سرګولولو لېږد دی. دغه توغندي کولی شي چې د ۵۵۰۰ کیلومتره په واټن، بيولوژيکي، کيمياوي او زهري چاودېدونکي توکي انتقال کړي.

د نړيوالو ادارو د شوې څېړونو له مخې اوس مهال يوازې د امريکا متحد ايالت، روسيه، چين، هند او شمالي کوريا دغه توغنديو ته لاس رسی لري، خو د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه يې هم د جوړېدو او تر لاسه کېدو هڅې کوي.

د نړۍ لومړی intercontinental ballistic missile د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني له خوا جوړ شول چې موخه يې د نيويارک په شمول د يو شمېر امريکايي ښارنونو په نښه کول وو. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته پخواني شوري يووالي او د امريکا متحدو ايالتو د جرمني له پروګرام په نقل د intercontinental ballistic توغنديو د جوړېدو هڅې پيل کړې. خو له سړې جګړې وروسته روسيه او امريکا په دې هوکړه ته ورسېدل او تړون يې وکړ چې intercontinental ballistic پراختيا به ټاکلې کوي.

له روسيې او امريکا وروسته په ۲۰۱۲ کې هندوستان او شمالي کوريا، په ۲۰۱۴ کال کې چين، د لويو وچو ترمنځ توغنديو ته لاس رسی پيدا او بريالي ډول سزه يې وازمويل.

intercontinental ballistic درې پړاونه لري چې خپل ټاکلي هدف ته په کې رسيږي.
- لومړي پړاو کې چې تر درېيو دقيقو وخت نيسي او تر ۸ کيلو متره واټن په يوې ثانيې کې وهي.
- دويم پړاو يې ۲۵ دقيقې وخت نيسي چې له درې زره بيا تر شپږ زره کيلو متره لار وهي.
- درېیم پړاو تر دوه دقيقو وخت نيسي چې وروستۍ پړاو دی او تر اووه کيلو متره واټن وهي.