سېنګاپور څه ډول هېواد دی؟ په زړه پورې خبرې  يې دلته ولولئ

سېنګاپور څه ډول هېواد دی؟ په اړه يې په زړه پوري خبرې دلته ولولئ 
ژباړه: ډاکټر نېک محمد

سېنګاپور د اسيا لويې وچې په سويل ختيځ کې پورت دی. سېنګاپور په نړۍ د ترټولو کوچينو او ګڼ نفوس لرونکو هېوادونو له ډلې دی. د سېنګاپور کلمه له سانسکرېټ ژبې راخېستل شوې ده، چې سېنګا د زمري او پور د ښار په مانا ده. يانې د زمري ښار. پلازمېنه يې د سېنګاپور ښار او رسمي ژبه يې مالي ده.

دغه هېواد کې ۳۳ سلنه بودايان، ۱۸ سلنه عيسويان، ۱۴ مسلمانان او پاتې نور يې د نورو دينونو پيرو دي. په قومي ډول سره هم د غه هېواد له بيلا بيلو قومونو جوړ دی. د خاورې پراخوالی يې ۷۲۵ کيلو متره مربع او د وګړو شمېر يې نېږدې پنځه مېلېونه او شپږ سوه زره ته رسيږي. دغه هېواد په ۱۹۶۵ز کال کې له بريتانيا خپلواکي اخېستي او د جمهوريت يې بنسټ يې اېښودل شوی دی. اوس مهال سېنګاپور په اسيا کې د څلور سترو سوداګريزو او اقتصادي هېوادونو په ډله کې دی. سېنګاپور ولسمشريز نظام لري چې ولسمشر يې د شپږو کالونو لپاره د خلکو په عمومي، پټو او مستقيم رايو ټاکل کيږي.

د سېنګاپور په اړه ځيني په زړه پوري خبرې:
۱- دغه هېواد نيږدې ۶۲ د بحر غاړې يا ساحلونه لري چې نړيوال شهرت او ارزښت يې ور په برخه کړی دی.

۲- سېنګاپور په نړۍ کې يوازينۍ هېواد دی چې تر ټولو ډېر Waterfalls ياد د اوبو فوارې لري. ځيني دغه فوارې طعبيي خو ډېری يې بيا په مصنوعي ډول سره جوړې شوې دي.

۳- سېنګاپور د نړۍ د زرغون يا شنو هېوادونو له ډلې دی. ويل کيږي چې د سېنګاپور ښار نيمه برخه خاوره شنو ساحو پوښلې ده.

۴- د سېنګاپور بيرغ سور رنګ لري، چې په سپين رنګ ستوري او مياشت په کې رسم شوې ده. سور رنګ د انساني ورورولۍ او برابرۍ په مانا او سپين رنګ د سوچه والي او تقوا په مانا دی.

۵- د دغه هېواد ملي سرود د دوی د ملي پيسو چې سېنګاپوری ډالر نوميږي پر هر ۱۰۰۰ نوټ باندې ليکل شوی.