د ټولنيز ژوند ځيني ادبونه

په ټولنیز ژوند کې د انسانانو تر منځ ځیني باورونه دي، چې که یې مراعات کړو، وروسته به نهٔ پښېمانه کېږو
 
* د دوه کسانو په دوستۍ باور مه کوه
پوليس او قصاب

* دوه کسانو نه د ريښتيا ويلو تمه مهٔ کوه
سياستمدار او قاچاقبر
 
* د دوه کسانو سره په لاره مهٔ ځه
دښمن لرونکی شخص او لوچک

* دوه کسانو ته بيخي راز مه ورکوه
هغه ملګري ته چې ستا له دښمن سره يې

* دوه کسانو سره ملګرتيا مه کوه
ملحد او کبرجن انسان
 
* د دوه کسانو خبرې د زړه په غوږونو واورئ
يو هغه چې خپل درد او غم تاسره شريکوي
بل هغه چې له خدايه پرته نور څوک نه لري

* د دوه کسانو مرسته حتماً وکړه
د مسافر کس او هغه چې جسماً معذور وي

* له دوه کسانو سره بيخي جنګ مه کوه
يو هغه چې ښځه ورسره وي
بل هغه چې ږيره يې سپينه وي

*له دوه کسانو سره هیڅ وخت علاقه مه قطع کوه
یو هغه څوک چې ستا پټ راز ورسره وي،
بل هغه څوک چې په سخته کې یې درسره کمک کړی وي

*له دوه کسانو سره هیڅکله دوستې مهٔ کوه
یو هغه چې بېځایه قسمونه خوري،
بل هغه چې په وعده وفا نهٔ کوي
 
*په دوه کسانو هېڅ وخت باور مهٔ کوه؛ یو هغه چې لمونځ نهٔ کوي، بل هغه چې په زناء کولو ویاړي

*په دوه کسانو هیڅکله اعتبار مهٔ کوئ، یو هغه چې پهٔ علني شکل غلاوي کوي، بل هغه چې عیاشی او نشې کوي

*په دوه کسانو هېڅکله باور مهٔ کوه، یو هغه چې د بل ملګري حال تاته راوړي، ځکه بیا ستاحال هم بل چاته رسولای شي، بلهغه چې راز نهٔ شي ساتلی.

*په دوه کسانو حتما باور وکړه، یو هغه چې له زړه درسره مینه او خلوص لري، بل هغه چې له خدایه ډارېږي.
که چېرته په ټولنیز ژوند کې دا پورتني اصول مراعات کړو، یو سل اتیا درجې به مو ژوند د نېکمرغۍ خواته را وچرخېږي.