د جګړې په ډګر کې د نړۍ پنځه ستر او پر مختللي ټانکونه

د جګړې په ډګر کې د نړۍ پنځه ستر او پر مختللي ټانکونه
ډاکټر نېک محمد ويال

۱- BTR-4: دغه ټانک په ۲۰۰۸ز کال اورکراين هېواد جوړ کړی او له هغه وخت را وروسته د اورکراين وسله وال پوځ ته دننه او د وخت په تېرېدو سره يې نوې بڼه جوړې او پرمختللي بدلونونه په کې راغلي دي. دغه ځمکنی ټانک د ډېری ځمکنيو عملياتو د تر سره کېدو وړتيا لري او کولی شي چې په دښتو، غرنيو سيمو، د بحرونو غاړو او لوندو سيمو او ځنګلونو کې پوځي عمليات وکړي. د دغه ټانک يوه ځانګړنه دا ده چې تر شپږ کيلو ګرام ټانک ضد ماين چاودنه پرې اغيز نه شي کولی او د تخريب وړتيا يې نه لري.
 
BTR-4: د دغه ټانک دننه درې کسان ځای پر ځای کيږي؛ لارښوونکی، چلوونکی او نښه وېشتونکی. د يادو کسانو ترڅنګ؛ BTR-4 له اوو بيا تر نهو سرتيري هم له ځان سره په خوندي ډول لېږدولی شي. د ټانک وېشتونکی توپ دېرش ملي متره قطر لري او اته ملي متره قطر لرونکي نور ماشين ګنز لري.

۲- پارس PARS: دغه ټانک د ترکيې هېواد FN SS د وسلو کمپنۍ د امريکا متحدو ايالتو GPV په مرسته جوړ کړی دی. د ټانک ضد ماينونه چې د ځمکې لاندې ځای پر ځای شوي وي او وزن يې تر اتو کيلو ګرامه وي، نو دغه ټانک يې د خپل وزن پر اساس خنثی کولی شي. دولس سرتيري او دوه د ټانک اداره کوونکي پرسونل لېږدولی شي.

۳- BTR-82: دغه ټانک د روسيې هېواد توليد دی، چې په ۲۰۱۱ کې جوړ او په همدې کال د روسيې وسله وال پوځ ته دننه شو. BTR-82 د BTR ټاکنو له کورنۍ ده او د BTR-80 وروستۍ او پرمختللې بڼه ده. د ځمکنيو ټانک ضد ماينونو پر وړاندې د BTR-82 وړتيا د پورته دوه ټانکو ډېره ده او د لس پوځي پرسونل د لېږد وړتيا لري.

۴- PANDUR-2: د اتريش هېواد جوړښت دی. دولس ملي متره قطر لرونکی ماشين ګن په کې ځای پر ځای شوی او په هر ډول لارو، غرنۍ، خاورې، ونې بوټې لرونکې، خټې، اوبه، لوړو او ژورو کې مزل کولی شي. د ټانک د اداره کوونکي پرسونل سربيره ۱۲ پوځيان هم ځایوالی شي.

۵- BUMERANG: دغه ټانک د روسيې وروستی جوړښت شمېرل کيږي. دغه ټانک په ۲۰۱۵ز کال کې جوړ او پوځي چوپړ ته داخل شو. د ټانک دننه د انګليسي V توري ته ورته يو سېسټم ځای پر ځای شوی دی، چې د ټانک ضد ځمکنيو ماينونو څخه د ټانک ساتنه کوي او ماينونه خنثی کوي. دغه ټانک کې ډېجېټل او پرمختللې ټېکنالوژي هم کارول شوې ده، چې د لېرې واټن يا رېموټ کنټرول وړتيا لري. د نورو ټاکنو پر څېر درې سمبالونکي لري او په يو وخت کې تر نهو پوځي پرسونل له ځان سره اخېستلی شي.