
* سهار ماښام او هر وخت په ازاد طبیعت کې قدم ووهئ، زرغون او ازاد طبیعت د انسان په طبیعت مستقیم ښه اغېز کوي.
* ځینې وخت له باباګانو او د لوړسن لرونکو کسانو سره خبرې وکړئ؛ ځکه دوی په خبرو کې خپلې تجربې درسره شریکوي، تاسو د دوی له ښو تجربو استفاده او له بده څخه پند واخلئ.
* هر ورځ لږ تر لږه مو بدن ته لمر وکړئ، په نړۍ کې ټول شته څیزونو که ساهکښ دي یا بې ساه، وجود یې لمر ته اړتیا لري.
*کله چې په تفریح تللئ، هلته مو ټولې ستړیاوې ختمې کړئ، ځکه تفریح کول د انسان د ذهني ستړیا د ختمولو لپاره وي.
* د منفي کارونو پر وړاندې ژر حتی بېخي تغییر مه کوئ، تل مثبت لیدلوری ولرئ، کامیاب شخصیتونه هغه دي چې د لیدزاویه یې تل مثبت وي، هر انسان چې هر څه دی، د ځای لپاره دي. قاضي په هغه نړۍ خدای دی چې هر څه ورسره کوي کولای یې شي.