
څرنګه، چې خدای ج انسان اشرف المخلوقات
(ترټول مخلوق عزتمند) پیدا کړیده او پهٔ دې نړۍ کې یې د بشپړ تغییر، تحول، انکشاف او پرمختګ صلاحیت او استعداد ور کړیده!
نو بناءً د انسانانو تر منځ د سالم، او مرفه ژوند د تېرولو ، د نظم او دسیپلین د مراعاتولو، او د انساني کرامت د حفظ او ساتنې پهٔ موخه د یو لړ انساني ارزښتونو،حدودو او معیارونو ټاکل یو طبیعي اړتیا او یو مهم ضرورت دی.
چې دا ارزښتونه او حدود باید انسانان خپله د خپل محیط ، حال او شرایطو سره سم را پیدا، او تعین کړي، چې بیا همدغه ارزښتونه او حدود پهٔ يوه ټولنه کې پهٔ مرور د زمان نور کلتوري او فرعي مختلف ارزښتونه د زمان او مکان سره سم را جوړوي.
کله چې پهٔ یوه ټولنه کې ارزښتونه، حدود او معیارونه وپيژندل شي. نو په هغه ټولنه د نظم، دسیپلین، ثبات او استقرار ترڅنګ د اشخاصو او افرادو د شخصیت معیار او طبقې هم ښه پيژندل کيږي.
يا که په کليواله ساده اصطلاح ووایو، چې پهٔ ټولنه کې به سړى او نه سړى ، پهٔ همدغو معیارونو پيژندل کيږي.
زمونږ د افغاني ټولنې اوسنى نامطلوب وضيعت، او ګډوډ حالت د همدې خبرې ښکاره دلیل دی، چې موږ اول انسانيارزښتونه تر پښو لاندې کړي ، پهٔ ټولنه کې منل شوي معیار، حدود او ارزښتونه نهٔ لرو، ځکه خو مو کلتوري،قومي،ژبني،سیمه یېز او د سړيتوب معيارونه کم شوى، نه بلکې بېخي ختم شوى دی.
که چېرته موږ د مشرتوب،مقام، موقف ، ملکې، وکالت، رهبري او....
لپاره ځانګړي حدود، منل شوي معیار او مشخص ارزښتونه ولرو، نو موږ به هیڅکله د یو مناسب، مثمر او مؤثر مشر اواغېزمن رهبر له خلا او نهٔ شتون سره مخ نهٔ شو.
زموږ دي شخصیت یوه توله،پاؤ یا چارک شي، خو، چې پهٔ ټولنه کې د سړي د سړيتوب د وزن، او اندازې د معلومولو لپاره یومنل شوی معیار وټاکل شي، اوس خو هر سړی او نه سړی من پوره دی، چارک یو هم نهٔ دی!ټول من دي!!!
هر سړی او نهٔ سړی غواړي پهٔ هر قالب کې جوړ راشي.هیڅوک هم خپل ځان کم نهٔ راولي، او هېڅوک هم ورته قناعت نهٔ شيورکولی، چې دا مقام یا هغه مقام ستاسو تر سویې، تحصیل او تجربې او توان لؤړ دی!
ځکه دلته موږ افغانان متأسفانه ، د مشرتوب او رهبرۍ لپاره د علم، هنر، تجربې، صداقت او تعهد پرځای، موږ قوم ، سمت ،ژبې اومذهب ته ترجیح ور کوو.چې دا مو د ناکامۍ عمده علت دی.
حق حقدار ته نهٔ سپارو، کار اهل کار ته نه ورکوو،تعهد، سپېڅلتیا، ژمنتوب، علم،پوهه او مسلک راته اهمیت نهٔ لري! فقط چېیو کس زموږ د قوم،سمت، ژبې، او یا مذهب پورې اړه ولري، که په هیڅ معیار برابر هم نهٔ وي، او پهٔ هیڅ هم نهٔ وي خبر، خو،چې زموږ خپل دی، زموږ د تایید وړ ، او له بشپړه ملاتړه مو برخمن دی.
که بالمقابل هرڅومره د بل قوم، سمت او ژبې مربوط شخص پهٔ ټولو منل شویو معیارونو برابر، مؤثر او مثمر هم وي، خومتاسفانه ، چې موږ د تعصب او عقدې له مخې هغه وړ او مناسب شخص نه تاییدوو.
خو بیا برعکس پدې غیرقانوني عمل او انحصاري فکر سره پهٔ ټولنه، او محیط کې د اصلاحاتو،لاسته راوړنو، او پرمختګ هیله هم لرو!!!
ترڅو ،چې دې ستونزې ته موږ ټول په شریکه د حل معقوله لاره پيدا نهٔ کړو ،د تعصب، بدبینی، عقدې او سمت پالنې پهٔ وړاندي د خلکو اذهان تنویر نهٔ کړو، پهٔ ولس کې د وطندوستۍ حس را ژوندی نهٔ کړو، همداسي به کماکان پهٔ غضب ککړ یو.
اوس که ریښتیا غواړو، چې پهٔ ټولنه کې مو عدالت پلی،نظم او دسیپلین مراعات، د ټولنې دهیڅ وګړي، هیڅ نوع حق ضایع نهٔ شي،حق حقدار، او کار اهل کار ته وسپا ل شي، د وروڼو قومونو ترمنځ اتحاد او یوالی تحقق ومومې.
نو باید تر هر څه د مخه اصلاحات پهٔ فردي توګه هر یو له خپل ځان څخه شروع کړو؛ اول د خپل ځان لپاره اصول، معیارونه اومشخص ارزښتونه وټاکو؛ او بیا د ټولنې د نورو وګړو د حقوقو لپاره مبارزه وکړو .نور نو ولس او موږ پهٔ شریکه د دغه بېکیفیته او بې خونده غیر مطلوب حالت خاتمه غواړو.