
د نړۍ پنځه پرمختللې او پياوړې وسلې
ډاکتر نېک محمد ويال
۲۱مه پيړۍ کې د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره د سترو هېوادونو د وسلو صنعت او توليد هم د پام وړ بدلون کړی. په دې وروستيو لسيزو کې، نړۍ داسې وژونکې وسلې جوړې چې د Mass Destruction يا ټول وژنې او ټول - تخريب وړتيا لري.
۱- Harrier Jump Jet: دغه الوتکه د چورلکې په ډول نيغه الوتنه کوي او په نيغ ډول پر ځمکه کيني. Harrier Jump Jet د بريتانيا هېواد توليد دی چې د بريتانيا په شمول د نړۍ د يو شمېر هېوادونو په لاس کې ده. دغه الوتکه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰مه لسيزه کې جوړه شوه، چې د وخت په تېرېدو سره يې نوې بڼې او نوې نسلونه جوړ او وړاندې شول. Harrier Jump Jet په يوې ګړۍ کې ۶۷۳ ميل واټن وهي. دغه وژنکې الوتکه د هر يو وزر لاندې درې - درې د مزايلو او راکېټونو د توغېدو ځايونه لري.
۲- Zubur - Class Hovercraft: دغه وسله په ۱۹۸۰مه لسيزه کې جوړه چې بحري ټانک دی. د دغه وسلې ځانګړنه دا ده چې د ځمکنيو وسلو ډېری ځانګړنې په کې ځای پر ځای شوې دي. Zubur - Class Hovercraft د لومړي ځل لپاره د پخواني شوري يووالي پوځ په لاس کې وه چې وروسته يې نورو هېوادونو هم پرمختللې بڼې جوړې او وړاندې کړي. ياده بحري کښتۍ کولی چې درې ټانکونه په خپلې خېټې کې ځای کړي. روسۍ Zubur - Class Hovercraft کښتۍ له امريکايۍ سره دا توپير لري چې امريکايۍ بيړۍ کوچنۍ او يوازې يو ټانک ځایوالی شي. د پوځي ټانکونو ترڅنګ Zubur - Class Hovercraft تر ۵۰۰ پرسونل هم لېږدوي.
۳- 1k17- Szhatie: دغه وسله پخواني شوري يووالي د سړې جګړې د پای په وروستيو کالونو کې جوړه کړه. ۱۹۹۲ز کال کې دغه وسله د شوري يووالي پوځ ته دننه شوه. که څه هم 1k17- Szhatie تر يو بريده ګتوره وسله وه خو په بشپړ ډول يې د شوري يووالي غوښتنې ور پوره نه کړې. د وسلې د لا پرمختګ چارې د شوري يووالي په ړنګېدو سره پای ته ورسېدې.
۴- PL-01 Stealth Tank: دا د نړۍ د پنځم يا 5th Generation ټانک دی، چې د رادار له سترګو د پټېدو وړتيا لري. دغه ټانک د لومړي ځل لپاره پولنډ هېواد جوړ کړ. په پرمختللې ټېکنالوژۍ دغه سمبال ټانک کولی شي چې د نورو ټانکو له خوا وېشتونکي مزايل توغندي له منځه يوسي. دغه ټانک تېر کال د وسلو بازار ته وړاندې شو.
۵- M80- Stiletto: دغه بحرۍ د امريکا متحدو ايالتو اِم د وسلو شرکت جوړه کړې ده. M80- Stiletto کښتۍ په بحر کې د کوچنيو بيړيو ښکاري ښکتۍ ده. پورته وسله کې کمپيوټري سېسټم ځای پر ځای شوی دی، چې کولی شي د اوبو دننه راکېټونه وتوغوي.