
۱ـ معنویاتو ته ارزښت ورکړئ.
معنوي ښکلا د انسان تل پاتې ښکلا ده، پر مادیاتو میین انسان تل له روحي ځور سره مخامخ وي، اړتیا دا ده چې موږ باید ځانونه په روحي ځورونه روږدي نه کړو او باید په خپله دروني نړۍ کې مو په ښایستونو پسې لټون پیل کړو چې په ظاهر کې د مادیاتو د لاسته راوړلو سبب وګرځي.
۲ ـ په کورنۍ کې مو د خاصو ادابو او دودونو په چوکاټ کې ژوند وکړئ.
له کومو دودونو او ادابو سره مو چې کورنۍ تضاد نه لري او د دوی د خوښې سبب کېږي په هماغه چوکات کې ورسره واوسئ، اړیتا نشته چې موږ د دوی د خپګان په بیه ځینې رواجونه پلي کړو؛ ځکه ژوند همدا دی چې د خپلې کورنۍ د غړو پرشونډو تل موسکا ونڅوو.
۳ـ خوځېدونکي واوسئ.
سست ـ پست مه اوسئ، په نړۍ کې مو که رهبرانو ته پام کړی وي، د ستیج سر ته ډېر چوست ځي او پیاده تګ هم چوست کوي؛ ځکه چوست تګ د انسان د ښه شخصیت او روغتیا استازيتوب کوي.
۴ ـ په شونډو مو موسکا خورول عادت کړئ.
ستاسو یوه موسکا کولای شي په چاپېریال کې درسره د مېشتو کسانو په شونډو موسکا ونڅوي. موسکا وړیا ده، تل یې وکړئ او تل په شونډو موسکا خپرهول مو د خپګان له څپو لرې ساتي.
۵ ـ ډېر خبرې مه کوئ.
کله چې په کوم مجلس کې ناست وئ، د ډېرو خبرو کولو پر ځای ډېرې واورئ؛ ځکه ښه شخصیتونه تل لږ خبرې کوي؛ خو د کار خبرې کوي؛ نو تاسو هم د ډېرو خبرو پر ځای لږ مګر د کار خبرې وکړئ.