د سياسي علومو محصلينو لپاره د مهمو سياسي کلمو او اصطلاحاتو تعريفونه، کارونه او پېژندنه

د سياسي علومو محصلينو لپاره د مهمو سياسي کلمو او اصطلاحاتو تعريفونه، کارونه او پېژندنه
ډاکټر نېک محمد ويال

الف - د سياست (Politics) کلمې رېښه:
په انګليسي ژبه کې اوسني کارېدونکې (Politics) کلمه د لرغونې (polis) کلمې څخه را خېستل شوې ده، چې په لرغوني يونان کې polis د يو ښار نوم وو، د ښار په مانا کارول کېده او د ښاري چارو مانا يې لرله. ta politika د پخواني يونان فيلسوف ارسطو د کتاب نوم هم وو، چې د ښاريانو، د ښار اداره او يا هم د نورو په منځ کې په مفهومونو سره استعفاده شوې ده. ارسطو خپل کتاب (ta politika) له ميلاد ۴۰۰ کالونه وړاندې ليکلی وو.

ب- د سياست پېژنده (تعريف):
- د حکومت علم او هنر؛
- د حکومتي چارو د اغېز او لارښوونې علم او هنر؛
- سياست د کړنو يو ټولګه ده، چې د يو هېواد او يا سيمې حکومتوالۍ سره تړاو لري؛

ج - مهمې او ورځنۍ سياسي کلمې:
۱- هېواد: د انګليسي ژبې کلمه يې (Country) ده، د يو دولت تر واک لاندې ټولې سيمې او خاورې ته وايي. د انګليسي ژبې (Country) کلمه د لاتين ژبې له (contra) کلمې را خېستل شوې ده، چې د مخالف، مقابل يا opposite مفهوم لري. د يو ملت تر والکې لاندې سيمه او خاوره چې خپل حکومت ولري هېواد بلل کيږي.

۲- ملت: د انګلېسي ژبې کلمه يې (Nation) ده چې د فرانسوي ژبې (nacion) کلمې څخه راخېستل شوې ده او د زېږېدنې مانا ورکوي. همدا ډول د (Nation) کلمه لاتينه (natio) رېښه لري چې دا هم د پيدايښت يا تولد په مانا ده. د خلکو يوه ستر ټولګه چې په عمومي نژادي، تاريخي، کلتوري او ژبنيو تړنو سره تړلې وي او دې يوې ځانګړې خاورې او هېواد دننه سره ژوند کوي، ملت بلل کيږي.

۳- دولت: يوه منظمه سياسي ټولنه چې د يو ځانګړي حکومت لاندې ژوند کوي، دولته بلل کيږي. د يوې ټولنې ولسي حکومت ته هم دولت وايي.

۴- حکومت: د حکومت مترادفه کلمه په انګليسي ژبه کې (Goverment) ده چې د فرانسوي ژبې له (governement) کلمې را خېستل شوې ده، چې رهبرۍ، لارښوونې، ادارې او چلولو په مانا ده. حکومت د خلکو يوې هغه منظمې مجموعې ته ويل کيږي، چې د يو هېواد او قلمرو د ادارې کولو او رهبرۍ صلاحيت ولري.

يادونه: مهم توپيرونه:
- د حکومت او د دولت ترمنځ توپير:
دولت يوه منظمه سياسي ټولنه ده چې حکومت يې اداره کوي. ترمنځ يې توپير دا دی، چې حکومتونه لنډمهاله وي او بيا دولتونه د حکومت په پرتله ډېر عمر لري. ځينو سياست پوهانو حکومت د دولت برخه بللې او وايي چې دولت څلور عنصر لري؛ وګړي، قلمرو، حاکميت او حکومت؛ چې حکومت دلته د دولت يو جز شمېرل کيږي.

- د هېواد او دولت ترمنځ توپير:
دغه دوه کلمې هم لکه دولت او حکومت تر ډېره سره مترادفي کارول کيږي، خو ترمنځ يې توپير شتون لري. دولت په خپله د هېواد سياسي او حقوقي مفهوم دی، خو بيا هېواد په حقوقي او سياسي مفهوم سره نه کارول کيږي. هېواد بيا په سياسي جغرافيه کې کارول کيږي، خو دولت د جغرافيې مفهوم نه لري.
نور بيا..........