
ساينس پوهان: ولې د (مرغانو هګۍ مختلف رنګونه) لري؟
ډاکټر نېک محمد ويال
په دې وروستيو کې ساينس پوهانو په دې څېړنې کړې دي چې د مرغانو هګۍ ويلې مختلف رنګونه لري؟ پخوا هم په دې برخه کې څېړنې شوې او مناظرې نېول شوې وې او د ځواب په برخه کې يې بيلا بيل لاملونه په ګوته شوي وو. د مرغانو هګۍ په اوبو ته ورته، سور رنګ ته نېږدې او نصواري رنګونه کې پيدا کيږي. هم ا ډول د مرغانو د هګۍ پوټکی له کلسيم کاربونايټ جوړ دی چې د هګۍ د پوټکې رنګ يې سپين کړی دی.
په تېر کې شوې څېړنې د مرغانو د هګيو د بيلا بيلو رنګونو په اړه څلور شيان په ګوته کړي وو.
۱- camouflage يا پوښ کوونه: يو نظريه دا وه چې د مرغانو د هګۍ رنګونه د خپل چاپيريال په ډول دي او په دې اساس د ښکارکوونکو له سترګو هګۍ پټې ساتل کيږي.
۲- embryo يا جنين: دا هم ويل کېدل چې د هګۍ دننه د جنين د DNA د ساتنې په موخه چې د UV او يا نورې مضرې وړانګې ورته ونه رسيږي، هګۍ بيلا بيل رنګونه لري.
۳- د مرغانو د هګۍ د رنګ په اړه دا نظريه هم وه چې مختلف مرغان مختلف رنګ هګۍ اچوي تر څو خپلې هګۍ په اسانۍ سره وپېژني.
۴- تېرو څېړونو د ا هم ويلي، چې د هګيو مختلف رنګونه په دې پار دي چې د ميکروب ضد واقع کيږي او هګۍ خوندي ساتي.
تازه څېړنه چې د Long Island پوهنتون ساينس پوهان کړې ده دې پايلې ته رسېدلي دي چې د هګۍ مختلف رنګونه په temperature يا تودخي پوري تړاو لري. دغه ساينس پوهان وايي چې هغه سيمې چې هوا يې يخ ده، د مرغانو هګۍ تور رنګ او تور رنګ سره نېږدې نور رنګونه لري چې په دې اساس تودخی اخېستی شي او بيا هغه سيمې چې هوا يې ګرمه وي، نو د مرغانو هګۍ سپين او سپين ته نېږدې رنګونه لري چې کولی شي تودخی ډېر جذب نه کړي.
د Long Island پوهنتون ساينس پوهانو له خوا په تر سره شوې څېړونو او ورکړل شوې نظريې نيوکه دا ده چې د مرغانو د هګيو د رنګ په اړه يې مالومات بشپړ نه دي. د اسټراليا د يو پوهنتون استاد پروفيسور سېمان وايي چې په دې نظريه کې دا پوښتنه نه ده ځواب شوي چې ويلې د ځينو مرغانو هګۍ يوازې يو رنګ لري او بيا د ځينو نورو مرغانو هګۍ ټکي - ټکي لرونکې او پوځي يونيفورم ته ورته رنګ لري.