د نړۍ پنځه هغه ښارونه چې په نېږدې راتلونکې کې به د ځکمې له مخ جارو شي

د نړۍ پنځه هغه ښارونه چې په نېږدې راتلونکې کې به د ځکمې له مخ جارو شي
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال
د يو شمېر طعبيي خطرونو او ګواښونو له امله شونې ده چې د نړۍ پنځه ستر ښارونه غرق او د ځمکې له مخ به ورک شي.
۱- د چين بېجېنګ ښار: دغه ښار کې د تېر کال په پرتله د ځمکې اوبه څلور انچ راپورته شوې ده. د بېجېنګ ښار خاوره نه شي کولی چې ټولې شته اوبه په مناسبې اندازې سره جذب کړي او لامل يې دا شوی دی چې د اوبو سطحه راپورته شي. په دې اړه د جرمني، هسپانيا او خپله چين ساينس او چاپيريال پوهانو څېړنې کړې دي. دغه پوهانو خبرداری ورکړی دی چې شونې ده د اوبو دغه لوړوالی د بېجېنګ ښار ودانۍ، کورونه، تم ځايونه او ټول نور د ځکمې پر مخ څېزونه لاندې کړي. يادو کسانو له سپوږمکۍ بېجېنګ مطالعه کړی دی او اندېښنه يې ښوودلې ده چې د اوبو سطحه په لوړېدو ده او د دغه ښار د غرقېدو شونتيا يې را نېږدې کړې ده.

۲- مکسيکو: مکسيکو د نړۍ درېيم تر ټولو ستر وګړيز ښار دی. د مکسيکو د وګړو شمېر تر ۱۹ مېلېونه پوري رسيږي. ساينس پوهانو په تېرو ۱۰۰ کالونو کې د مکسيکو د غرق شوې سيمو او برخو په اړه پلټنې تر سره کړې او دې پايلې ته ورسېدل چې که چېرې دا بهير همداسې ادامه پيدا کړي نو ياد ښار به په بشپړ ډول غرق شي. په تېرو سلو کالونو کې د مکسيکو ځيني برخې تر ۴۲ فټه تر اوبو لاندې شوې دي. څېړنې ښيي چې اوس هم د مکسيکو ښار ځيني برخې د اته اينچ په اندازه هر کال تر اوبو لاندې کيږي. مکسيکو کې د اوبو د سطحې د لوړوالي لامل د ښار چټلې اوبه يا Sewage ښوودل کيږي. مکسيکو زيات سيلابونه لري چې په پايله کې يې د اوبو سطحه لوړيږي.

۳- د ايټاليا وېنېس ښار: دغه ښار کې هم د تېرو کالونو په پرتله د اوبو سطحه پنځه ځلې ډېره را پورته شوې ده. په تېرې يوې پيړۍ کې په وېنېس ښار کې د اوبو سطحه تر ۱۲۰ ملي متره راپورته شوې ده. چې لامل يې انساني او طعبيي کړنې دي. همدا ډول د بحر اوبه هم ۱۱۰ ملي متره راپورته شوې دي.

۴- لندن ښار: لندن ښار هم غرق کېدو په لور روان دی خو ډېر په ارام. د لندن ښار ځمکه تر ډېره له رسوبي ډبرو جوړه ده چې د اوبو د جذب وړتيا هم لري. سکاټلنډ کې د يخ ستر يچالونه شتون لري چې د اقليم په ګرمېدو سره دغه يخچالونه هم اوبه کيږي او په لندن کې د اوبو سطحه راپورته کيږي.

۵- واشنګټن ښار: د يو شمېر امريکايي پوهنتونونو تر سره شوې څېړنې په ګوته کوي چې په واشنګټن کې د اوبو سطحه په راتلونکو سلو کالونو کې تر ۶ انچ پورته کېدای شي چې په پايله کې د دغه ښار د غرقېدو شونتيا هم تر ګواښ رسېدلی شي. د نړۍ ټول ښارونو او په ځانګړي ډول د بحر غاړې يا ساحلي سيمو د غرقېدو امکان په دې ډېر دی، چې د اقليم په بدلېدو سره ستر يخ چالونه ويلې کيږي.