د وینډوز رپېدونکې ښیښه (Splash Screen) څنګه غیرې فعال کولې شو؟

د وینډوز رپېدونکې ښیښه (Splash Screen) څنګه غیرې فعال کولې شو؟
کله چې وینډوز لس انسټال کړئ دغه مشکل په اکثره کمپیوټرونو کې راپیدا کېږي،چې تاسې نشې کولې د کمپیوټر څخه په دغه جریان کې استفاده وکړئ.

دلته يې تاسې ته اسانه حل لار درښایم چې څنګه کولې شو،د رپیدونکې ښیښې (Splash Screen) څخه مخنیوی وکړو او بیا ځل ورسره مخ نشو.

کله چې تاسې وینډوز انسټال کړله او د کارن د داخلیدو سره سم ډېسکټاپ ته ولاړ شی دغه مشکل رپېدونکې ښیښه رامنځ ته کېږي چې تاسې ته په هیڅ صورت اجازه نه درکوي چې د کمپیوټر څخه استفاده وکړئ،د کنټرول+الټ+ډيلېټ (ctrl+alt+del) بټنو یو ځایې وهلو سره تاسې ته ابي رنګه پرده راځي،

کله چې پرده راښکاره شوه نو بیا به پدې کې د ټاسک منیجر افشن انتخاب کړئ او وروسته به تاسې ته ټاسک منیجر(Task Manager) راښکاره شي.

د فایل مینو په وهلو سره به رن کمانډ(Run Command) انتخاب کړئ او په رن کمانډ کې به (msconfig)کمانډ ولیکئ چې تاسې د همدې msconfig ډایلوګ بکس راخلاص شي بیا به پکې د سرویس مینو کېکاږئ،او ورکې به دغه دوه افشن انچیک کړئ.

(problem Reports and Solutions Control Panel Support)
دوهم به دغه پېدا او ان چيک به یې کړئ.
(Windows Error Reporting Services)
نو ستاسې د کمپیوټر رپېدونکې ښيښه (Splash Screen) به سم شي،او بیا ځل به د سپلش سکرین سره مخ نشی.