د ګوګل کوانټم کمپیوټر یوازې د (ناممکن) ازموینه وکړه

ګوګل ستر ټېکنالوژې شرکت د کوانټم کمپیوټر لپاره لومړی قدم واخیست. د سکامور په نوم د کمپنۍ د عصري کوانټم کمپیوټر په کارولو سره ، ګوګل د نړۍ د ترټولو پیاوړي سوپر کمپیوټرونو په مټ د "کوانټم تسلط" ادعا کړې چې د عادي ماشینونو لپاره ناممکن ګڼل شوې ستونزې حل کوي.

کوانټم کمپیوټر پیچلي کمپیوټري نسخې په 200 ثانیو کې بشپړې کړلې. چې ورته محاسبوي نسخې به حتی خورا پیاوړي سوپر کمپیوټرونه شاوخوا 10،000 کالونه ونیسي ، پورته ادعا د جورنال نېچر (Journal Nature) په نوم جورنال کې د جان مارټینیس په مشرۍ او د څیړونکو ټیم لخوا د چهارشنبه (اکتوبر 23) باندې په نوموړي جورنال کې خپره شوه،چې جان مارټینیس خپله د کالیفورنیا پوهنتون، تجربه کونکی فزیک پوه دی.
بروکس فوکسین ،چې د مارټینیس فارغ محصل او په لابرتوار کې ورسره کار کوي ، په یوه بیان کې ویلې دي، چې د اوسني کلاسیک هارډویر څخه کوانټم کمپیوټر 1.5 ټریلیون ځله ګړندی دی.

کوانټم کمپیوټرونه د ستونزو حلولو لپاره د کوانټم میخانیکونو فکري فزیک څخه کار اخلي چې خورا ستونزمن وي ،چې د اړونده ستونزی حل په ثانیو کې راوباسي، چې سیمي کنډکټر سرکټونه یا کلاسیک کمپیوټرونه یې نشي حل کولی.

پر کوانټم کمپیوټر باندې ګوګل شرکت داسې یوه محاسبه پر مخ یوړله چې بغیر د کوانټم کمپیوټر څخه نشي کېدی دوی ورته د فتحې لقب ورکړ،چې کوانټمې معادلې شمېری چې خورا اوږدې او بې ترتیبه شمیرې وی یو میلون ځله په څو ثانیو کې چېک کړلې ،که چېرته پورته کوانټمې شمېرې په نورو کمپیوټرونو یو میلون ځله چېک شي نو د پروسیسر ته به یې غټ خطر پېښ او یا هم غلطې نتجې راوباسي.

عادي کمپیوټر معلومات په "بېټ" کارولو سره محاسبه کوي ، کوم چې د چالاند او بند سویچونو په څیر یوازې دوه یو حالت شتون لري یا هم 1 یا 0. د کلاسیک یا ساده کمپیوټرونو په پرتله د کوانټم کمپیوټر ګټې زیاتې دي، کوانټم کمپیوټرونه د کوانټم بټس ، یا "کوئبټز" (qubits)کاروي ، کوم چې په ورته وخت کې د 1 او 0 دواړو په توګه شتون کولی شي. د کوانټم میخانیکونو دا عجیب پایله چې 1او 0 (د سوپر پوزیشن ایالت بلل کیږي).

د مثال په توګه یو جفت (qubits) يه یو معین وخت کې څلور ترکیبونه (00, 01, 10 or 11) زخیره کولې شي، هر (qubits) همحاله دوه حالتونه ښایې چالاند او بند (0,1).
کچېرته د (qubits) تعداد اضافه کوی نو ستاسې د کمپیوټر ځواک یا قدرت زیاتیږي،د درې (qubits) سره اته ترکیبه راځي او د څلورو سره شپاړس ترکیبونه په یو وخت کې زخیره کېدی شي.

د ګوګل نوی کمپیوټر د 53 کوبایټونو سره کولی شي، له 10،000،000،000،000،000،000 (10 کواډریلین) ډیر ترکیبونه وساتي. دا شمیره نوره هم اغیزمنه کیږي کله چې د کوانټم میخانیکونو څخه استفاده کېږي په کوانټم کمپیوټرونو کې نو شاید لا هم زیاته شي چې د یو عادي او کلاسیک کمپیوټر تر وسه ناممکن خبره ده.
د ګوګل کوانټم کمپیوټر د سوپر کنډکټینګ فلزي مایکروسکوپي سرکټس لرونکي دی چې په مغلق او قوي حالت کې 53 کوبیتونه اړوي.

که څه هم د ګوګل دا لاسته راوړنه یقینا د کوانټم کمپیوټر نړۍ کې یوه برخمنه اغیزه ده، چې لا هم په لومړني حالت کې دی او عملي کوانټم کمپیوټر لا تر اوسه پاتې دي، تر څو جوړ شي، څیړونکو وویلې دي.

منبع
https://www.livescience.com/google-hits-quantum-supremacy.html
لیکونکې
مجیب حلیمي