د انتخاباتو کمېسيون پر سېسټم  شکونه

د خبرونو سرټکي دي،چې ګواکې د ټاکنو کمېسيون د بایومتریک آلاتو قلف مات شوې دی او سرور(Server) ته ډېټه وردننه شوې ده او یا هم ځینې نورې اوازې دي چې چیپونه (Memory Cards) چې د ګوتو نښانې پکې دي او ګواکې سرور کې خوندي کړي دي.

په پورته موضوعاتو غواړم یو څه لنډ او مختصر بحث تاسې ته وړاندې کړم چې د نوماندو ادعا رېښتونې ده که هسې یواځې اوازې دي؟

لومړی دا چې هر سیستم جوړیږي،د تخنیکي لحاظه د اړوند سیستم لومړني مواد (Requirements) ټولیږي چې څه رقم سیستم تاسې غواړئ؟ کومې ټېکنالوژې څخه استفاده باید وشي؟ او یا هم اداره د شته شرکتونو څخه پروفوزل(proposal) د اړوند سیستم لپاره غواړي چې بیا د غوره فروفوزل په نتیجه کې قرارداد د اړوند شرکت سره کېږي، او وروسته د سیستم لپاره (Mockup) یا شکل جوړيږي تر څو سیستم به څنګه ښکاري او د ډېټه لیږد(Data Flow) به یې په کوم رقم وي،یانې بندیز (encrypted) شکل به لري که ساده شکل به لري لکه (plain text)، بیا په دوهم پړاو کې د سیستم لپاره یوه ازماېښتي بڼه جوړيږي او پر دې اساس بیا سیستم تکمیلږي او ګټنې اخیستنې ته وړاندې کیږي،دلته د سیستم معلومات زه نلرم چې څنګه جوړ شوې دی؟ په کومه ژبه کې ورته کوډ شوې دی؟، د امنیت(Security) لپاره یې د کومو طریقو او طرزالعملونو څخه استفاده کړې ده؟، ایا د ځنځیریزې ټېکنالوژې (Block Chain Technology) څخه یې استفاده کړې ده که نه؟ ځکه هر لوی او(Enterprise) سیستم په ننې عصر کې په بلاکچېن ټېکنالوژې کې جوړيږي، ایا د مصنوعي ځیرکتیا کوم څرک لري؟ که د هسې یو ساده ډېټه بېز شکله دی؟ او همداسې نورې ډېرې پوښتنې لا جوابه پرتې دي.

د پورته ادعا یا اوازو په ارتباط باید ووایم چې هر اینټرپرایز سیستم چې جوړیږي،نو ساده شکل نلري حتمي د داسې پرمختللو ټېکنالوژیو(Block Chain) څخه پکې استفاده کېږي چې سرور ته لاس رسئ د شته رمز(Password) سربیره هم ځینې نور رمزي وسایل کاره وي لکه د سترګې چېک یا د ګوتې نښه،او دوه فکتوریزه قلف لري،ددې سربیره بیا داخل شوي معلومات باید لومړئ و ارضول شي تر څو کنفرم شي نو بیا دې عمومي سیستم ته داخل کړئ شي،که چېرته اړوند مراحل داسې وي نو بیا خو په هیڅ صورت سره ممکن نه ده چې سرور ته دې ډېټه وردننه کړی شي،باید یادونه یې وکړم هر سیستم د معلوماتو زخیرې سیستم لري چې ډېټه بېز ورته وایې او هره ډېټه یا معلومات چې ورته نوې پورته کېږي همحال تاریخ او وخت ځان سره لېږده وي،چې باید ولیدل شي ځکه تاریخ او په معلوماتو کې تغیر د وخت او تاریخ څخه په اسانی مونږ موندلې شو،نو که چېرته اړوند موضوع په دغې مواردو صدق کوي نو بیا د اړوندو نوماندانو ادعا رېښتوني ده او نوي داخل شوي ارقام دې بېرته ورڅخه پاک شي،ځکه یو پر مختللې سیستم هیڅکله نشي هېک کېدائ او یا دې انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي.

په ننې عصر کې د بایومتریک آلاتو پرمختللې انواع شته دی چې د ډوپلیکشن یا دوه ځله د ګوتې ثبتولو مخنیوی کوي،دغه بایومتریک آلات زاړه او پرمختللي نه دي متاسفانه کمیسون ته پکار وه چې په افغانستان کې یې د خصوصي سکتور سره په ګډه یو پرمختللې سیستم جوړ کړئ و،او یا اقلا د خصوصي سکتور څخه د سیستم په جوړونه کې مرسته او مشورې غوښتې وی،د ۱۱ میلون ډالرو په لګښت سره سره (چې دا ډېر مقدار پېسې دي) مونږ داسې پرمختللې سیستم خاوندان نشو، چې معلومات دې ورته چټک داخلیدل او یا پکې پرمختللې ټېکنالوژی څخه استفاده شوې وه،دا چې ادعا ده چې ګواکې بیا ورته چېپونه ورداخل شوي دي نو دا هیڅ امکانپزیر نه ده چې ډوپلیکشن یا د دوه ځله د ګوتې ثبت دې، داسې یو لوی (Enterprise) او د هېواد په کچه سیستم مخنیوی ونه کړي.