
رییس جمهور څوک دی، او پاچا چا ته ووایو؟
پاچا، خلیفه، ولسمشر، امام، رییس جمهور القابو ترمنځ توپېر
په رسنېز او سیاسي ډګر کې پورتني کلمات او القاب په خپل ځای او وخت نه کارول کېږي، خو که چېرته موږ یاد القاب په خپل ځای ونه کارو نه یوازې، چې رسنېزه ، سیاسي لیکنه او وینا به مو بې خونده وي بلکې د ناپيلتوب اصل به مو له پامه لوېدلی وي.
داسلامي او سیاسي لارښونو له اړخ د سیاسي سلطې واکمن ته لاندې لقبونه ورکول شوي دي.
چې دلته ځغلنده نظر ورته کوم:
۱- خلیفه: ځای ناستې ته ویل کېږي، په اسلام کې د خلیفه لقب په لومړي ځل ابوبکر صدیق (رض) ته ورکول شوی وو.
۲- امیرالمومنین: د اسلامي چارو یا هم د مسلمانانو چارو سمبالونکې ته ویل کېږي. چې په اسلام کې یاد لقب حضرت عمر فاروق (رض) ته ورکول شوی وو.
۳- جمهور رییس: یاده کلمه د عربي ژبې له جمهره څخه اخیستل شوې ده، چې دشګو هسکې ډېرۍ ته ویل کېږي. جمهور رییس د ملت په اکثریت رایو انتخابیږي، چې د هرم په راس کې ځای لري.
۴- پاچا: یاده کلمه هغه چاته استمعالیږي، چې د زور او يا سنتي له لارې په واک منګولې لګولې وي، د رایو په اساس نه وي راغلی.
۵ـ امام: د هېواد، اسلام او دیني چارو پیشوا او لارښود ته وايي.
د اسلامي حکومت د ریاست لپاره د رییس د ټاکلو حکم واجب دي علامه علاوالدین حصفکی (رح) لیکلي، چې د عادل حکمران ټاکل د دین همه فریضه ده همدا علت وو، چې د رسول الله (ص) له دفن څخه له مخه د اصحابه کرامو امر وټاکل شو.
په اسلام نظام کې د ولسمشر ځانګړتیاووې:
۱- مسلمان.
۲- نارینه.
۳- عدالت کونکی به وي
۴- عالم.
۵- ازادي لرونکی شخصیت.
۶- بلوغ.
۷- عقل.
۸- داعضاء وو سلامتیا
۹- شجاعت.
۱۰- بصیرت.
۱۱ـ او ...
د ولسمشر مسوولیتونه:
الف: دیني مسوولیتونه
۱- د دین ساتنه.
۲- د وسلوال پوځ انتظام.
۳- د دیني شعایروا ټینګول.
ب: سیاسي مسوولیتونه:
۱- دامن قایمول.
۲- د دولتي چارو څارنه.
۳- د عدالت او انصاب رامنځته کول.
۴- له دارلاسلام څخه دفاع.
۵- د لوړه رتبه مامورینو ټاکل.
۶- د خلکو دحقوقو پوره کول.
۷- د دولت مامورینو ته تنخواوې ورکول.
۸- د حکومت له کارکونکو سره حساب کول.
۹- دحج د فرېصې اسانتیاوې برابرول.
۱۰ - د لمونځونو امامت.
۱۱- د بیت المال تنظیمول.
۱۲- د قضایي نظام جوړول.
۱۳- د خارجه پالیسۍ ټاکل.
د ولسمشر حقونه:
۱- په ښکاره او پټه د ولسمشر خیر غوښتنه.
۲- مرسته کول.
۳- تعبداري کول.
۴- احترام .
۵- د هغه د ښې خبرې منل او د بدې خبرې څخه انکار کول.
۶- هغه د ټولو سازشونو څخه خبرول.
۷- د دولتي مامورینو او منصبدارانو له کړنې څخه یې خبرول.
۸- د ملت د بهبود په کارونو کې دهغه مخنیوی.
۹- خلک دهغه تعاون ته تیارول.
۱۰- په ژبه، مال او علم سره د هغه دفاع.
اسلام یواځینۍ تګلاره ده، چې دهر چا حق او حقوق په کې مالوم دي دا چې موږ او تاسو له خپلو حقونو او مسوولیتونو څخه ناخبره یو دا داسلام نیمګړتیا نه ده، بلکې د افرادو نیمګرتيا ده .
دا چې کوم نظام د ولس او هېواد په خیر او ګټه ده تاسو يې تجربه لري او تجربه مو وکړه .
دلته که شاهي نظامونه تېر شوي دي له مرګه او دفن وروسته يې بلا مشکلات پرېښې دي او همدارنګه د جمهوریت په زيږيدو سره نه شمېریدونکي او د نوو ستونزوڅرک او بقا دوام لري؛(قتل، زنا، غلا، وير،تښتونه... اوفساد).
که چېرته ځانونه د الله او رسول په قانون برابر نه کړو، که د نړي هر زبر ځواک راباندي حاکم شي و به نه شي کړای، چې دټولو ځنډونو او خنډونو حل لاره پيدا کړي.