واک له زور نه زر ته انتقال

د دیموکراسۍ په دي تنکۍ ځوانۍ (۱۸ کلنه دوره په هېواد کې) کې ډېرې تجربې په هېوادوالو وکړي، زه یې له نورو اړخونو تېرېږمه او نېغ په نېغه یې اوسنيو پارلماني ټاکنو ته راګرځمه.

په پخوانیو ولسي جرګي ټاکنو کې به هغه خلک (اکثره) واک ته رسېدل، چې زور به یې درلو او لاسونه به یې د افغانانو په وینو سره وو. دوی به کله، چې د واک پر ګدۍ کیناستل بیابه یې د یویشتمې پیړۍ پرعونیان له ځان جوړکړل چور،غلا، شراب،زنا غصب... ته به په خلاص سینه وردانګل.

خو دا ځل قدرت بیا له زور نه زرو ته انتقال شو.
د ولسي جرګې له ټاکنو ښکاري؛ چې زیاتره پانګوال بریالي شوي دي .
اوس پوښتنه او مبهمه وړاندوینه دا ده ، چې دوي به د تېرو لاره تعقیب کړي که بله ستراتيژۍ او میکانیزم به پلی کړي.

دې انتخابانو څخه سړی داسې الهام هم اخسیتی شي؛ چې کرزی ټول کارونه د زور او جبر له لاري ترسره کول او تل یې هېواد او هېوادوال تر یو ډول نه یو ډول فشار لاندي راوستل، هېواد کې مافیا حاکمه وه، پخوانیو جنګ سالارانو او جګړه مارانو له عوامو وینې زبیښلې....

خو اوس بیا تیر ته په کتو د بهرني سیاست مثبت ګراف لوړ شوی، افغانستان له وروسته پاتي اقتصاد نه مخ پر وده اقتصاد ته داخل لېدونکی ده ، زوراکان ، غله، جنګړه ماران په تدریجي ډول له زور نه ښته شول او په قانوني توکه یې مجرم ثابت کړل ښه مثال یې اوسنی د کورنیو چارو وزارت لېست ده.

دې پارلمان ستر کارونه تر غاړي دي سوله ، د ډیورنډ فرضي کرښه ، دامریکا یي ځواکونه دوتلو پروسه...

دا ځل به معلومه شي چې زور مثبت وو که زر؟
د یادونې وړ ده چې اوسني او تیرو حالاتو کې دواړه واکمنان ونه شوی کړای چې د مظلوم او غریب ولس پر کورونو ړندې او مبهمې بمبارۍ او چاپو مخنیوی وکړي.