د ځان مدیریت

تاسو به ډېر اورېدلي او لېدلي وي، چې زیاتره وګړي وایي ژره کوه، چې ناوخته ده، ولې مې دومره ځنډ وکړ ، داسې سخت کار ده، چې تر اوس خلاص نشو....

خو دلته نه کار زیات ده، نه وخت ناوخته ده؛ بلکې اصلې ستونزه د وخت او ځان په نه مدیریت کې ده. که موږ ځان د وخت مطابق برابر کړو او د وخت مدیریت وپېژنو نه به ستړي او نه به ناوخته شي.

الله ج د العصر سورت کې فرمایي:((وَالْعَصْرِ (۱) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِی خُسْرٍ (۲) إِلَّا الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) قسم په زمانې سره؛ چې انسانان ټول په زیان کې دي، مګرهغه کسان چې پرالله تعالی یې ایمان راوړی وي. نیک عملونه یې کړي او دحق اوصبر سپارښتونه یې کړې وي)).

له پورتنیو ایایتونو څخه ښکاري، چې الله ج انسان مکلف کړی تر څو نیک عملونه وکئ....

دلته زموږ داسې انګېرو، چې نیک عمل هغه وخت کېدونکي دي کله چې د انسان ژوند منظم وي او خپل ځان یې اداره کړی وي.

د ځان د مدیریت لپاره ځينې سپارښتنې په لاندې ډول دي:
۱- د ځان لپاره تقسیم اوقات ترتیبول.

۲- له غیر ضروري تلیفوني اړېکو ځان ژغورنه.

۳- له ټولنیزو رسنۍ د ضرورت په اندازه کارونه.

۴- د ملګرو او دوستانو زیاتو تفریحي مجلسو ته نه ویل.

۵- ورځنی، میاشتنی او کلنی پلان جوړونه او پلي کونه.

۶- د دندې او زده کړې تر څنګ سپورټ ته جدي پاملرنه.

۷- مطالعه او لیکل.

۸ - مناسب خوب کول ( مخکني څېړنو ښودلې وه چې باید کم ترکم ۸ ساعت خو په شپه او ورځ کې مناسب ده خو تازه سروې ښي، چې ۶ ساعته یا ۶/۵ ساعته خوب دانسان لپاره کیفایت کوي.
۹- کار ته کار ویل.

۱۰- د نن کار سبا ته نه پريښودل.

۱۱- وخت ته ارزښت ورکول؛ انګریزان وايي؛ چې وخت سره زر ده(( Time is gold)). او همدارنګه الله ج العصر سورت د وخت په اړ فرمایلي دي.

۱۲- له هغو ملګرو لرې اوسېدل؛ چې په نشه، قمار او ډول ډول ستونزو او کړاوونو کې بند وي.

۱۳- د هر ډول ستونزو لپاره زغم ولري الله ج فرمایي:(( وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)) او دحق او صبر سپارښتنه یې کړې ده.

۱۴- تلویزیون او سریالونه په برابره اندازه کتل.
اوس ویلی شو، چې موږ هغه وخت بریالی یو؛ چې پورتنۍ سپارښتنې په نظر کې ونیسو او په ورځني ژوند کې یې پلي کړو.

هغه کسان، چې په روزمره ژوند کې له کړاوونو سره مخ وي ، تل تر فشار لاندي وي نو د دوی لپاره یادې سپارښتنې لازمي دي تر څو یې په خپل ژوند کې عملي کړي.