نیابتي جګړه يا Proxy War کوم ډول جګړه ده؟

نیابتي جګړه يا Proxy War کوم ډول جګړه ده؟
ډاکټر نېک محمد ويال

په سياسي بحثونو، مرکو او خبرونو کې به د نیابتي جګړې کلمه اورېدلي وي. د نیابتي جګړه د انګليسی مقابله کلمه Proxy War ده، چې د وکالتي جګړې په مانا ده. Proxy War يا نيابتي جګړه هغه جګړې ته وايي چې د نړۍ ستر هېوادونه سر په کې ښکر په ښکر وي، خو پر خای دا دې چې دوی په خپله د جګړې ډګر ته سره دننه شي، له يو شمېر نورو هېوادونو مالي، سياسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ کوي، دوه هېوادونه يې او يا د يو هېواد دننه دوه ډلې سره مخامخ کوي او له دې لارې خپلو موخو ته په کې رسيږي.

د نيابتي جګړې څو بېلګې:
د ويتنام جګړه:
دغه جګړه په ۱۹۵۵ کال کې پيل او په ۱۹۷۵ز کال کې پای ته ورسېده. د ويتنام جګړه شل کاله عمر لري. دغه جګړې ته د هند او چين دويمه جګړه يا Second Indochina War وايي. Indochina Wars د جګړو يوه لړۍ وه چې له ۱۹۴۶ کال پيل او ۱۹۸۹ پوري يې دوام وکړ. د ويتنام جګړه د Indochinese جګړو دويمه جګړه وه چې د سويلي او شمالي ويتنام ترمنځ وه.

دغه جګړه کې شمالي ويتنام د شوري يووالي، چين او نورو کمونيستي متحدينو له خوا ملاتړ کېدو، خو سويلي ويتنام د امريکا متحدو ايالتو، سويلي کوريا، فيلپين، اسټراليا، تايلنډ او نورو کمونېزم ضد هېوادونو ملاتړ درلود.

د افغانستان جګړه:
د افغانستان دوه جګړې نيابتي جګړې شمېرل کيږي. يوه د مجاهدينو او شوري ملاتړو حکومتونو ترمنځ او دويمه اوس مهال روانه جګړه چې يوې خوا طالبان او بلې خوا يې امريکا ملاتړی حکومت دی. سياسي او پوځي شنونکي وايي چې د مجاهدينو د امريکا ملاتړ درلود او شوري ملاتړو حکومتونو د شوري يووالي ملاتړ درلود. همدا دول اوس مهال مسکو غواړي چې د امريکا پر ضد د طالبانو سره نيږدې اوسي او امريکا خو بيا په څرګنده د افغان حکومت ملاتړ دې ده.

په نړۍ کې د نيابتي جګړې ډېرې بېلګې موجودې دي چې ستر هېوادونه د خپلو ګټو په پار د يو هېواد دننه داسې ډلې جوړوي چې په خپل منځ کې سره جنګيږي او په پايله کې ستر هېوادونه خپلې ګټې تر لاسه کوي.