د پنځم نسل يا (5G) جنګي جېټ الوتکې

د پنځم نسل يا (5G) جنګي جېټ الوتکې
ډاکټر نېک محمد ويال

ښايي په پوځي بحثونو او مالوماتو کې به مو د پنځم نسل يا (5G) جنګي جېټ الوتکو په اړه اورېدلي وي، دلته په دې خبرې کوو چې د پنځم نسل يا (5G) جنګي جېټ الوتکې کوم ډول الوتکې دي؟ د پنځم نسل يا (5G) جنګي جېټ الوتکې هغه الوتکې دي چې په نوې ټېکنالوژۍ سمبال او جوړې شوې دي. د روانې ۲۱مې پيړي په لومړۍ لسيزه کې دغه الوتکې جوړې او د پخوانيو يانې څلورم نسل الوتکو ځای يې ونېولو. د پنځم نسل يا (5G) جنګي جېټ الوتکې د بحث وړ دي او په کې کارول شوې ټېکنالوژي تر يو بريده ډېره پيچلې او پټه ده. د نورو لسګونه ځانګړونو تر څنګ دغه الوتکې له رادار د پټېدو وړتيا لري.

۱- اِم. اِف ۲۲: د پنځم نسل يا (5G) جنګي جېټ الوتکه ده چې يوازې يو سېټ لري. اِم. اِف ۲۲، په هر ډول هوا او اقليم کې فعاليت او الوتنه کوي او همدا ډول د څلورم نسل پر خلاف دوه ماشينونه په کې ځای پر ځای شوي دي. اوس مهال دغه جنګي جېټ الوتکه د امريکا متحدو ايالتو پوځ په واک کې ده. اِم. اِف ۲۲، په دوه ۲۰۰۵ز کال کې خپل عمليات پيل کړل، چې د هوايي او ځمکنيو عملياتو د تر سره کېدو وړتيا لري. دغه الوتکه د ځمکنيو عملياتو پر مهال د هر ډول مخابراتي او استخباراتي مالوماتو د پيدا کولو وړتيا لري. اِم. اِف ۲۲، نړۍ تر تولو ګران بيه الوتکه شمېرل کيږي چې د يوې الوتکې بيه ۱۵۰ مېلېونه امريکايي ډالرو ته رسيږي.

د امريکا متحدو ايالتو ايالتو د پنځم نسل جنګي جېټ الوتکو د ټول پروګرام او سېسټم بيه ۶۷،۳ مېلېارد امريکايي ډالرو ته رسيږي. اِم. اِف ۲۲، له ۶۵ زر بيا تر ۷۰ زره پونډ وزن لېږدوي او په ځمکه غورځولی شي.

۲- F-35 Lighting 2: دغه الوتکه يو سيټ، يو ماشين لري او بيلا بيلې چارې تر سره کولی شي. د م. اِف ۲۲ په څېر F-35 Lighting 2 هم په هر ډول اوبو او هوا کې د عملياتو د تر سره کولو وړتيا لري. F-35 Lighting 2 او اِم. اِف ۲۲ ترمنځ ژور په توپير په دې کې دی، چې اِم. اِف ۲۲، f119 pw100 انجن لري او بيا F-35 Lighting 2 له دې کمزوری انجن لري چې د اِم. اِف ۲۲ سره په پرتله يې هم سرعت کم دی او هم يې د وزن وړتيا کمه ده. F-35 درې ډولونه لري، چې د F-35اې، د نورو الوتکو په څېر پرواز او ناسته کوي. F-35بي په عمومي ډول ناسته او الوتنه کوي. او F-35سي ډېره کمه موده کې پرته له منډې پورته کيږي او پر ځمکه کيني.

۳- J-2: د امريکا متحدو ايالتو سربيره د چين پوځ هم د پنځم نسل جنګي جېټ الوتکو ته لاس رسی لري. د چين د پنځم نسل الوتکه J-2 يا جېنګ ډو نوميږي. کومې وړتيا مو چې د پنځم نسل دوه جنګي الوتکو په اړه وړاندې کړې، J-2 يې هم لري خو په جوړښت کې دغه الوتکه له نورو اوږده ده. چين دغه الوتکه په ۲۰۱۱ کې جوړه کړه، چې تر ۲۰۱۶ پټه ساتل شوې وه خو په ۲۰۱۷ز کال کې يې د چين په پوځ کې عمليات پيل کړل.
 
د پنځم نسل جنګي جېټ الوتکې د خپل ځان ساتنه او کنټرول په خپله کولی شي. دوی د لوړې ټېګنالوژۍ په کمپيوټري سېسټم سمبالې دي، چې په اسانۍ سره عمليات تر سره کوي او پېلوټ يې د ټولو مخ پښېدونکو پېښو په اړه خبر ساتل کيږي.