
هيدروجن بم څومره زورور او تلفات لرونکی دی؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د دويمې نړيوالې جګړې پای ته رسېدو سره نړۍ د ټېکنالوژۍ په برخه کې ستر بدلون وکړ. د ديومه نړيوال جګړه کې نړۍ جګړې وځپله او هېوادونو په دې لټه کې شول چې د ځان د دفاع او ستاتنې په پار داسې وسلو ته لاس رسی ولري چې له ګواښونو په کې خوندي وي. دغه چارې د وسلو پراخوالي او زياتوالي ته لار برابره کړه چې کيمياوي، بيالوژيکي، ميکروبي او نور ټول وژنکې وسلې يې رامنځ ته کړې.
هیدروجن بم ته thermonuclear بم هم وايي او دغه وسله اټومي وسلې ته ورته ده. لومړی هیدروجن بم په ۵۰مه لسيزه کې امريکا جوړ کړ او په مارشال جزيرو کې وازمايوو. هیدروجن بم چې امريکا په مارشال جزيره کې ازمايښت کړ څرګنده شوه چې له هغه اټوم بم زر ځلې ډير غښتلی او تخريبي وو چې د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې امريکا د جاپان په هېروشميا استعمال کړی وو. د يادونې ده چې تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد هیدروجن بم د جګړې په ډول نه دی کارولی خو د ګوتو په شمېر هېوادونه ورته لاس رسی لري او ازمايښتونه يې کړي دي.
۲۰۱۶ز کال کې د شمالي کوريا دولتي رسنۍ اعلان وکړ چې هیدروجن بم يې جوړ کړی. د شمالي کوريا دغه چارې نړۍ په اندېښنو کې کړه او ويره يې خپره کړه. شمالي کوريا د خپل هیدروجن بم انځورونه هم خپره کړل چې د توغندي په سر پوري تړل کيږي او د بحري بيړيو په وسيله توغول کيږي.
هیدروجن بم کې هیدروجن کارول کيږي. د دغه بم جوړونکي کولی چې د کم او زيات هیدروجن په وسيله ډېر او يا کم تخريب کوونکی بم جوړ کړي. هيدروجن بم دا وړتيا لري چې د غورځولو او توغول پر وخت ټول هغه مواد په کې چاودنه وکړي چې په کې کارول شوي دي. د نړۍ لس هغه هېوادونه چې اټومي بم ته لاس رسی لري دوی هيدروجن بمونه هم جوړ کړي دي. چې امريکا، روسيه، چين، فرانسه، انګلستان، پاکستان، هندوستان، ايران، شمالي کوريا او اسرائيل هيدروجن بم ورته لاس لري.
هيدروجن بم هم د اټومي بم په ډول د چاودنې هم مهاله او دايمي وژونکی اغېز لري. هېدروجن بم د اور توپانونه جوړي او پر هغه ځمکه چې استعمال شي نو خاورې او کاڼي هوا ته پورته کيږي، چې بېرته د خاورو او کاڼو د باران په ډول پر ځکمه رالويږي.