
د اټوم بم جوړښت او تلفات
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د نړۍ لومړی اټومي بم په ۱۹۴۵ز کال کې د نوې مکسيکو په لاس الامس کې جوړ شو. همدا ډول د لومړي ځل لپاره اټوم بم چې يورنيم په کې کارول شوي وو د امريکا متحدو ايالتو له خوا د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان په هېروشېما وغورځول شو.
اټوم بم څنګه چاودنه کوي؟
هر کله چې يو نيوترون د يو isotopes uranium-235 يا plutonium-239 لرونکي اتوم هسته يا nucleus ووهي، په پايله کې د اتوم هسته دوه ټوتې کيږي، حرارتي انرژي او ګاما وړانګې خواريږي.
د اټوم بم ويجاړونکی اغېز:
اټوم بم دوه ډوله ويجاړونکی او وژونکی اغېز لري. چې لومړی يې د چاودنې پر مهال او دويم اوږد مهاله دی. د اټوم اغېز تر ډېر په دې پوره اړه لري چې په څومره اندازه انرژي په کې کارول شوې ده، خو په لويه کې اټوم په چاودنې سره:
- له ۴۰ تر ۵۰ سلنه انرژي د چاودنې پر مهال؛
- له ۳۰ تر ۵۰ سلنه حراراتي وړانګې؛
- ۵ سلنه ايو نای زېشن وړانګې يا ionizing radiation؛
- او ۵ سلنه يې نورې بيلا بيلې وړانګې دي.
د اټوم بم له چاودنې وروسته څه پېښيږي؟
۱- د نورو چاودېدونکو توکو د چاودنې په څېر اټوم بم هم لومړنۍ اغېزې لري. هر کله چې اټوم بم وغورځول شي، نو سخت ټکانونه، د غوږونو د پردو څېري کېدل، د سږو تخريب، د ودانيو ورانېدل او په خپله د بم ټوتې د چاپيريال او ژونديو موجوداتو د له منځه تللو سبب کيږي.
۲- حراراتي وړانګې Thermal radiation: د نورو وسلو خلاف اټوم بم په سترې اندازې حراراتي وړانګي خپروي. حراراتي وړانګې د اور لګېدنې سبب کيږي. دغه وړانګې دومره زورورې دي چې کولی شي په يوې سترې سيمې کې د اور توپانونه هم رامنځ ته کړي.
۳- لومړنۍ وړانګې: اټوم بم په غټ شمېر سره نيوټرون او ګاما وړانګې خپروي چې Initial radiation ورته وايي.
۴- Fallout: هر کله چې اټوږم پر ځمکه وغورځي نو نو خاورې او کاڼې له ځان سره پورته کوي، چې دغه خاورې او کاڼې بېرته ځمکې ته راځي او د تلفاتړو سبب کيږي. دغه پروسې ته Fallout وايي.