
سپینغر ادبي بهیر یارانو خپله نهه ویشتمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې شېربهادر طاهري سمبالولې، نهایت الله مخلص د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل کړه.
د تېرې ناستې راپور چې راز خوږیاڼي لیکلی وو، د وسیع الله ګوهرخېل لۀ خوا د ناستې ګډونوالو ته واورول شو، چې د ټولو ګډونوالو لۀ خوا ښۀ واروزل شو.
د غونډې مشري محمدصدیق خوږیاڼي کوله، چې د مېلمه پر څوکۍ ورسره لۀ جلال اباده راغلي شاعر سردارولي ساپي ملتیا کوه.
دا چې د بهیر دا غونډه د ښوونکي ورځې پۀ مناسبت د ښوونکي درنښت او احترام ته ځانګړې شوې وه، پۀ پیل کې د بهیر مشر محمد صدیق خوږیاڼي هم پۀ همدې اړه خپله وینا وکړه، هغه ښوونکی هغه څوک یاد کړ، چې پۀ ټولنه کې تر ټول لوړ مقام او ارزښت لري، خوږیاڼي زیاته کړه همدا ښوونکی دی چې ټولنې ته رڼا راوړي او لۀ تورتمونو یې ژغوري، هغه د بهیر لۀ یارانو ځانګړې مننه وکړه، چې د ښوونکي د درنښت پۀ پار یې غونډه نیولې او پۀ همدې اړه یې شعرونه چمتو کړي دي.
لۀ وینا وروسته مشاعره پیل شوه، چې ډېری ګډونوالو د ښوونکي د ورځې پۀ مناسبت د ښوونکي د درناوي لپاره چمتو کړي شعرونه پکې واورول، پۀ مشاعره کې سید محمد کریم سادات، جانان خدرخېل، محمد ادریس فقیر، جمشېد تکل، استاد شمشیر، سردارولي ساپي، محمود ځلاند، رحیم الدین رحیمي، محمد عارف خوږیاڼي، نهایت الله مخلص، حمیدالله خوږمن، برکت اسیر، افتخاراحمد، تراب زهیر، بشیراحمد حقیار، رحمان الله نوراني، وسیع الله ګوهرخېل، محمد رازق ځلاند، شریف الله خاکسار، راز خوږیاڼي، شیربهادر عابد، محمدغوث نوري، غلام اسحق جبارخېل، پروېز نوري، فرهاد پیلوزي او عارف الله نېکمل خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د غونډې ګډونوالو ته واورول، یاده دې وي مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.
لۀ مشاعرې وروسته فرهاد پیلوزي وینا وکړه، هغۀ خوښي وښوده چې پۀ خپله سیمه کې یې داسې ادبي حرکت پیل شوی، چې ځوانان او نوی نسل د بیدارۍ او روڼتیا لور ته هڅوي او لۀ تیارو یې ژغوري، پیلوزي لۀ ټولو ملګرو هیله وکړه چې دا بهیر پرې نږدي او هره اوونۍ یې پۀ ناستو کې ګډون وکړي، هغۀ لۀ ټولو ملګرو وغوښتل هغه کسان چې تر اوسه د بهیر لۀ ناستو نۀ دي خبر شوي خبر کړي او پۀ غونډو کې د ګډون دعوت ورکړي، پیلوزي پۀ پای کې د هر ډول خدمت او مرستې ټټر وډباوه او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې اوونۍ ته بۀ د بهیر یارانو ته د "ادب او سیاست" پر موضوع لیکچر وړاندې کوي.
د غونډې پۀ پای کې جمشېد تکل د ارزونې پۀ موخه دریځ ته راوغوښتل شو، تکل مشاعره خوندوره او پۀ زړۀ پورې وارزوله، د لرې سیمو د ملګرو پۀ ګډون یې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی، چې سپین غر ادبي بهیر اوس مهال د خوږیاڼیو تر څنګ نورو سیمو کې هم مینهوال او ګډونوال لري، تکل هیله وښوده چې یو وخت لۀ لرو ولایتونو او کوزې پښتونخوا څخه هم شاعران یاران راشي او لۀ موږ سره د بهیر پۀ غونډو کې ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده چې راتلونکي اوونۍ ته شاعر او لیکوال فرهاد پیلوزي د "ادب او سیاست" پر موضوع د ناستې ګډونوالو ته لیکچر وړاندې کوي.
یاده ادبي ناسته غرمه مهال د مدیر سیدمحمدکریم سادات پۀ دعایه پای ته ورسېده.