هغه ميندې چې د حمل پر مهال سګرټ څښي ،اولادونه يې جرم اوجنايت ته تمايل لري

 
د امريکې په هاروارډ پوهنتون کې يوه څېړنه ښيي، هغه ميندې چې د ااميدوارۍ پر مهال سګرټ څښي ، د دې امکان چې د هغوی اولادونه وروسته په جرم اوجنايت لاس پورې کړي، زيات دی. په دغه سروې کې پر هغو کسانوڅېړنه شوې چې د 1959 او 1966 کلوترمنځ زېږېدلي. که څه هم له ډېروکلونوراهيسې دا څرګنده وه ، چې د حمل پرمهال د سګرټ څښل د جنين پر صحت ناوړه اغېزه کوي ، خو دالومړی ځل دی چې د هغو د کړووړو په اړه د ناوړه اغېزې خبره کيږي. څېړونکي وايي ، چې دوی تر اوسه نه پوهيږي چې دا اغېزه څنګه رامنځته کيږي ،خو وايي چې ښايي نيکوټين به د جنين پر ماغزودا ډول ناوړه اغېزه پرېباسي.څېړونکي وايي ، چې دوی يوشمېر ټولنيز لاملونه لکه دا چې ښايي هغه ميندې چې سګرټ به يې څښل ډېرې ځوانې وې ،دتعليم کچه به يې ټيټه وه او يا په وروسته پاتې پوړ پورې تړلې وه ، په نظر کې نيولي خوبياهم پورتنۍ پايلې ته رسېدلي.