امريکايي استخباراتو په يوه مياشت کې د ۱۲۲ هېوادونو د مشرانو جاسوسي کړې ده



د جرمني مشهوره خپرونه (شپيګل) د اډوارډ سنوډن د شواهدو پر بنسټ وايي، چې امريکايي استخباراتو يوازې په يوه مياشت کې د ۱۲۲ هېوادونو د دولتي مشرانو په اړه جاسوسي کړې، د دوی خبرې يې اورېدلې دي، د دوی مهم ګزارشونه يې ثبت کړي او د دوی په اړه يې مالومات ټول کړي دي. د خبر له مخې د ۲۰۰۹ کال په می مياشت کې امريکايي استخباراتو د جرمني د کانسلرې انګېلا مېرکل، د اوکراين او سپينې روسيې د مشرانو جاسوسي کړې ده. تر دې وړاندې هم د جرمني او امريکې تر منځ د هغه ګزارش پر سر اړيکې ترينګلې شوې وې، چې امريکايي استخباراتو د مېرکل ټېلېفوني خبرې اورېدلې وې.