افغانستان له روسيې سره د کريميا د ټاپو وزمې د تړلو ملاتړ وکړ



د ولسمشرحامد کرزي دفتر په کريميا کې د روسي پوځيانو تر نيواک لاندې د ټولپوښتنې يا رېفرنډم د پايلې ملاتړ وکړ او ويې ويل چې افغانستان له روسيې سره د يوځای کېدو په اړه د کريميا د خلکو پرېکړې ته درناوی کوي. افغانستان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې د لوېديز له ملاتړ څخه برخمن دی او د کريميا د رېفرنډم ملاتړ کوي او په ټوليزه توګه تر ونزويلا او سوريې وروسته، چې د امريکې سرسخته مخالفين دي، درېيم هېواد دی چې د کريميا تر نيواک لاندې پرېکړې ملاتړ يې کړی دی. دا ډېره عجيبه ده، افغانستان چې په خپله د روسانو د نيواک يوه بده تجربه لري، يوازې له امريکې سره د وروستيو ناندريو له امله د روسي يرغل ملاتړ کوي.