امريکايي څېړنې: افغانستان به د لېتيم سعودي عربستان وي



د امريکايي ځواکونو له وتلوسره، امريکايانو افغانستان ته د مېنرالونو ډېر با ارزښته مالومات د ډالۍ په توګه وسپارل. د (آيل پرايس) په نامه امريکايي وېب پاڼه ليکي، چې کېدای شي افغانستان د لېتيم د باارزښته زېرمو له برکته د ليتيم پر سعودي عربستان بدل شي او يا هم په بد حالت کې د کانګو په څېر د شخړو په ميدان واوړي.
د سرچينې په حواله د روانې مياشتې په پيل کې د امريکې جيالوجيکو څېړنو کابل ته د افغانستان د کابو ۷۰ سلنې خاورې مېنرالي نقشه او د لوړ کيفيت تصويرونه وسپارل. خو له دغو زېرمو څخه د ګټې لپاره افغانستان امنيت، زېربنايي بنسټونو او تقنيني ملاتړ ته اړتيا لري.
په ۲۰۱۰ کال کې امريکايي جيالوجېستانو د افغانستان د ليتيم، اوسپنې او مسو زېرمې د زر ميليارد ډالرو په ارزښت اټکل کړې. داسې اټکل کېږي چې افغانستان د لېتيمو يوه ډېره لويه ناسپړل شوې زېرمه لري. لېتيم چې يو پوست فلز دی، د لېتيم آيون او لېتيم پوليمر بټريو په جوړولو کې کارول کېږي، چې دغو بټريوته په هر برېښنايي څېز کې له برېښنايي موټرو څخه نيولې تر کمپيوټر او سمارټ فون پورې اړتيا ده. د پنتاګون مېمو په حواله ښايي افغانستان د لېتيم په سعودي عربستان بدل شي، چې دا به د لېتيمو اوسنی مخکښ هېواد يعنې بولويا د لېتيمو تر ټولو لوی صادروونکي هېواد په توګه وننګوي.
داسې اټکل کېږي چې ښايي په راتلونکې کې د لېتيمو بيه له دوه چنده څخه هم لوړه شي، ځکه چې دا فلز د صنعت په لومړيتوبونو کې راځي.