د نړۍ د ۲۰ دينونو لنډ تاريخ، د پيروانو شمېر او بنسټيز اصول؛ بودايزم (۳- برخه)

د نړۍ د ۲۰ دينونو لنډ تاريخ، د پيروانو شمېر او بنسټيز اصول؛ بوديزم (۳- برخه)
ډاکټر نېک نېک محمد ويال
 
د بودايزم دين رېښه د (سیذارتا ګوتاما بودا) په نوم کس ته رسيږي چې د ځينو سندونو پر اساس سیذارتا ګوتاما بودا له ميلاد وړاندې د شپږمې او څلورمې پيړيو ترمنځ ژوند او فکر کړی. د بودايزم د لېکنو پر بنسټ سیذارتا ګوتاما بودا د اوسني نيپال په (لمبېني) سيمه کې زږېدلی وو. نوموړی د ۸۰ کالونو په عمر د هندوستان په اتراپرادېش کې ومړ. د بودايزم دين ظهور په شمال ختيځ هندوستان کې شوی دی. د بودايزم د منځ ته راتګ يو لامل دا شمېرل کيږي چې په هندوستان کې د هندو دين پيرويانو د برهمن ډلې څخه نارضا وو. برهمن په هندويزم کې د لوړې طبقې يا High Class خلکو ته وايي.

کله چې بودا د بودايزم دين اصول ليکل نو ډېر يې په پالي ژبه دي او دی د هغه وخت د بلې ژبې يا سنسکرېت سره جوړ نه وو. بوديستان د پالي ژبې مانا د کتابونو لړۍ بولي او وايي چې دغه ژبې د لېکنې په مانا ده.

د سیذارتا ګوتاما بودا د ژوند کيسه:
سیذارتا ګوتاما بودا په شاهي کورنۍ کې په نيپال کې وزږېد. د ده پلار د نپيال پاچا او مور يې ملکه وه. بودا په ۲۹ کلنۍ کې د پلار د پاچاهۍ دربار پرېښود او د هېواد په بيلا بيلو سيمو کې د پوهه کسانو په لټه کې شو ترڅو د ژوند په اړه ترې زده کړه وکړي. بودا شپږ کاله له بيلا بيلو عالمانو زده کړې وکړې خو قناعت يې حاصل نه شو او وروسته د Neranjana سيند ترڅنګ يې جونګړه جوړه او په خپل تفکر کې بوخت شو.

د نوموړي په ذهن کې دا پوښتنې وې چې په يوازيتوب کې يې په ځواب پسې سر شو.
۱- د ژوند رېښتنې مانا څه ده؟
۲- ولې انسان ځوريږي او له څه ځوريږي او څنګه ترې خلاصون پيدا کولی شي؟

له يو څه وخت وروسته بودا د لمر، سپوږمۍ، ستورو، بحيرو او په لويه کې د کايناتو په اړه فکر، عبادت او څېړنه کول پيل کړل. له دغه فکر وروسته بودا دغه پايلې ته ورسېد، چې په کهکشانونو کې هر څه سره تړلې دي. د دوی فعاليت يو لامل لري او لامل يې بيا د اغيز سبب کيږي. بودا عقيده درلوده چې مرګ يوازې له يو وجود څخه د روح وتل دي او يا روح تل پاتې دی چې بل وجود ته دننه کيږي او هغې ته ژوند بښي.

ده عقيده درلوده چې د ژوند خوند په داسې ژوند کې نه دی چې بل په ځور کې واچو، وژنه، غلا او بد وکړ. دغه شيان خوښي راوړي خو تل پاتې خوښي نه ده. د نوموړي د مړينې په اړه ويل کيږي چې په اتيا کلنۍ کې داسې خوړه ورکړل شو چې زهري وو او د څو ورځو ناروغۍ وروسته ومړ.

د سیذارتا ګوتاما بودا په اړه پنځه خبرې:
۱- بودا په ۱۶ کلنۍ کې د خپلې همسنې تره لور سره واده وکړ او يوازې يو زوی يې درلود.
۲- بودا خپلو پيروانو ته درې شيان تدريس کړل؛ ناپوه بايد نه وی، له نورو خلکو نفرت مه کوئ او غوسه کيږئ مه.
۳- بودايان وايي چې د ده له زېږدنې څو ورځې وړاندې يو پوه او عاقل کس وړانديونه کړې وه چې دغه ماشوم به يو ستر پاچا او يا يو ستر ديني کس جوړ شي.
۴- وروسته له هغې چې بودا د انځر ونې لاندې يو څه وخت تېر کړ، د پاچاهۍ له دايرۍ را بهر شو نو د وبدا نوم ورکړل شو. بودا د پوهه، خبر او روښان فکر په مانا دی.
۵- چين هغه هېواد دی چې د بودا تر ټول ډېر پيروان لري.

د بوديزم په اړه پنځه خبرې:
۱- د بودايزم په فسلفه کې خدای شتون لري خو خالق نه. په خپله بودايان په دې عقيده دي چې بودا يو لارښوود او استاد وو، هغه هېڅکله خدای نه شمېري. په بوديزم پر خدای، جنت او بيا ژوند عقيدې لري خو په دې کې يو هم خالق يا پيدا کوونکی نه ګڼي.

۲- دغه دين ۳۶۰ مېلېونه پيرو لري، چې تر ټول ډېر يې په چين کې دي او په دې اساس له عيسويت، اسلام او هندويزم وروسته د نړۍ څلورم تر ټولو ستر دين دی.

۳- بودايزم ته ځيني کسان ارواپوهنه هم وايي. ځکه دغه دين د تفکر ډېر اصولونه لري او ځيني عالمان ورته دين نه وايي.

۴- دغه دين کوم سپيڅلي کتاب نه لري او خو په مختلفو ژبو کې يې په بودا پوري تړلې لېکنې شتون لري.

۵- پر دغه دين د Buddhism نوم په ۱۸۳۰ کال کې لوېديځو عالمانو کې کېښود.