
د پاکستان او هندوستان د کروز اوبالسټيک توغنيدو پرتله
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
۱۹۴۷ ز کال کې له هندوستان څخه يو ستره برخه د پاکستان په نوم را جلا شوه او د يو ځان ته هېواد په ډول د ځمکي د جغرافياوي نقشې پرمخ يې ځای پيدا کړ. د هندوستان او پاکستان له جدايي بيا تر نن پوري دغه دوه هېوادونه سياسي او پوځي کړکېچ کې دي او د تاوتريخوالي په اوج کې د وسلو سيالي يا ارم رېس هم کوي.
هند او پاکستان دواړه اټومي هېوادونه دي او په دې لنډه لېکنه کې يې د پوځي برخې څخه د کروز مزايلو پرتله ييز مالومات درته په ګوته کوو.
کروز هغه مزايل دي چې لارښوونو باندې ځي، يو شمېر برخې يې په هوا کې ورڅخه جلا کيږي خو اصلي برخه يې هدف ته ځان رسوي. نوې کروز مزايل د supersonic سرعت لري او کولی شي چې غټې اټومي سرګولولې هم ولېږدوي. بالسټېک مزايل هم په خپله د کروز مزايلو نوې او پرمختللې بڼه ده.
د پاکستان بالسټېک مزايل:
۱- لنډ واټن وېشتونکي توغندي: دغه هېواد د شاهين - ۱ اې په نوم بالسټېک توغندي لري چې وزن يې لس زره کيلو ګرامه دی. دغه مزايل لنډ واټن وېشتونکي دي، چې زر کيلو ګرامه درنه اټومي سرګولوله لېږدولی شي. د پاکستان دغه لنډ واټن وېشتونکي بالسټيک مزايل کولی شي چې تر نهه سوه کيلو متره واټن ووهي.
۲- منځني واټن وېشتونکي توغندي:
د پاکستان منځني واټن وېشتونکي توغندي ۲۵ زره کيلو ګرامه وزن لري او دوه زره کيلو متره واټن وهي. دغه مزايلو ته پاکستان د شاهين دوه نوم ورکړی دی. پاکستان په ۱۹۹۹ کال کې د غوري دوه په نوم بالسټيک د منځني واټن وېشتونکي توغندي هم جوړ کړل چې ۱۷۸۰۰ کيلو ګرامه وزن، ۱۲ سوه کيلو ګرامه وارهېډز لېږدوي، او ۱۸۰۰ کيلو متره واټن وهي.
۳- شاهين - ۳:
دغه بالسټيک مزايل ۵۲۵۰ کيلو ګرامه وزن لري او ۲۷۵۰ کيلو متره لار وهي. پاکستان د ابابيل په نوم هم بالسټيک توغندي لري چې ۲۲۰۰ کيلو متره واټن وهي.
د پاکستان کروز مزايل:
۱- د پاکستان بابر دوه کروز مزايل ۱۵۰۰ کيلو ګرامه وزن چې تر ۷۵۰ کليو متره مزل کوي. د بابر دوه کروز مزايلو سرعت پر يو ساعت ۸۸۰ کيلو متره پر ساعت دی. د بابر دوه کروز مزايلو ماشين Solid Fule Rocket دی.
۲- بابر - ۳: دغه مزايل له بحر هوا ته پورته کيږي چې د پاکستان لومړني بحري مزايل دي. همدا مزايل نوې بڼه هم لري، چې وزن يې ۱۵۰۰ کيلو ګرامه دی او نورې ځانګړې يې د بابر درې په ډوله دي. پاکستان د دغه توغنديو ازموينه د ۲۰۱۷ کال په جنوري کې وکړه. ياد توغندي د هندوستان ۵۰ برخه خاوره وېشتلی شي.
بله برخه: د هندوستان بالسټيک او کروز مزايل........