اورگازم په څو ډوله دی؟

اورګازم په دوه ډوله دی، لومړی واژینال یانې د مندکې د پارونې په وسیله او دویم کلیتورال یانې د جنسي غړي په سر برخه کې یوه برخه ده چې کلیتورس نومیږي د هغې برخې په پارولو سره ترسره کېږي یانې ښځې په همدې دوه ډوله پارولکیږي او اورګازم ته رسیږي.

خو نورې بڼې یې لکه د جي په ټکي کې، د سینو له لارې، ذهني، څوګونی (یو په بل پسې) او په یوه مهال (واژینال) او (کلیتورال) هم پېښیږي چې وروستي ډول یې په مېرمنو کې ډېر پیاوړی ارګازم ګڼل کیږي.

اورگازم انګلیسي کلیمه ده چې په پښتو ژبه کې د ژور جنسي خوند، سړېدو او جنسي فشارونو نه د وتلو په مانا کارول کیږې د اورگازم کلیمه نن سبا په علمي بحثونو کې عامه او خورا ډېره کارول کیږي د اورگازم بهیر د نارینه وو په پرتله په مېرمنو کې خورا پېچلی دی. مېرمنې ژور جنسي خوند یا هماغه اورگازم ته رسول ۱۰ تر۲۰ دقیقو وخت نیسي، یاني ډېر غځیږي او اورگازم ته د مېرمنو رسول خورا پيچلي او سخت دي دا ۱۰ تر ۲۰ دقیقې د اورگازم بهیر دی، نه اورگازم ته د رسېدو وخت، که څه هم اورگازم ته د رسولو وخت او معیار څرګند نه دی خو د ځانګړو مهارتونو په کارولو سره یې ځنډنی مهال رالنډولی شو، څېړنې ښیي چې د مېرمنو اورگازم د دواړو لورو له اروایي او عاطفي شرایطو سره تړاو لري، د نړۍ په کچه یوازې درې برخې مېرمنې د جنسي نیږدېوالي پر مهال په منظم ډول اورگازم ته رسیږي چې د جنسي فعالیت ډولونو ته په کتو سره یې د ژور جنسي خوند بېلابېلې درجې په ګوته کړي دي دا هم ثابته شوې چې د جنسي نیږدېوالي پر مهال ژور جنسي خوند ته نه رسېدل ښایي د ډېری جنسي ستونزو لامل شي، د ګډ ژوند ډېری ستونزې په جنسي اړیکو کې، اورگازم نه رسېدو پورې تړاو لري له جنسي او کورنیو ستونزو نه د مخنیوي په موخه نارینه باید د جنسي ژوند مهارتونه زده او مېرمنه اورگازم ته ورسوي ځکه اورگازم ته رسېدل پر ژور جنسي خوند سربېره د مینې، ریښتینولۍ او نوښت لامل هم ګرځي.

اورگازم په ټوله کې دوه ډوله دی:واژینال (دننه نی)، کلیتورال (باندنی). خو نورې بڼې یې لکه د جي په ټکي کې، د سینو له لارې، ذهني او څوګونی (یو په بل پسې) هم پېښیږي چې روستی ډول یې په مېرمنو کې ډېر پیاوړی اورگازم ګڼل کیږي.

په مېرمنو کې اورگازم ته د رسېدو نښې:
د مېرمنې د سینو څوکې ټینګې یا کلکیږي، کلیتوریس له وینو ډکیږي او په ځینو مېرمنو کې بیا د انزال مایع په بادېدو سره پای مومي.

د اورگازم پړاوونه
لومړی پړاو:
د ځنډ او توقف احساس پیلیږي او یوازې څو شېبې وخت نیسي، حسي هوښیاري له مینځه ځي یانې حس کار نه ورکوي او د مېرمنې له جنسي غړي نه په ښکاره ډول مایع راوځي.

دویم پړاو:
اورگازمی حالت پیدا کیږي یاني کس اورگازم ته د نیږدې کېدو احساس کوي او د ګرمۍ احساس له خاصرې لګن څخه پیل او په ټول بدن خوریږی.

درېیم پړاو:
په اورگازمي حالت کې ذهني پرمختګ راځي یاني ښکېل کس ذهناً د پرمختللی اورگازم احساسوي او همدارنګه د مهبل او د خاصرې لګن سوري غیر ارادي واز او تړل کېږي.
ولې ځینې مېرمنې اورگازم ته نه رسېږي؟

ډېری مېرمنې د خپل احساس له امله جنسي خوند ته نه رسیږي ځکه جنسي لیوالتیا، مینه او علاقه نه لري، اضطراب او وېره لري، په ناوړه اروایي چاپېریال کې ژوند کوي، په ناسم ډول جنسي نیږدېوالی یا جماع کوي، پخوانۍ خاطرې یې په یاد راځي، جسمي دردونه لري، د نارینه وو له ژر انزالېدو څخه تر پوزې راغلي، په نارینه وو کې د نعوظ ګډوډي شتون لري، لږې او د مهالوېش اړوندې جنسي اړیکي نیسي، د جنسي اړیکو په اړوند ناسم باور باور لري او د جنسي اړیکو په اړوند پور خبرې نه دي.

اورگازم ته د رسېدو لارې چارې
ذهني چمتوالی، په دې مانا چې بد احساسات بد یادونه او ناسمې خاطرې باید له ذهن څخه ووېستل شي.

مینه او شوق، جنسي اړیکې باید په خپل شوق سرته ورسیږي که چېرې مېرمنه جنسي اړیکو ته مجبوره شي دا جنسي اړیکې تر اورگازم پورې نه رسیږي.

لمس او پارونه، نارینه باید د مېرمنې د حساسو ځایونو په لمس او پارولو سره هغه اورگازم ته ورسوي.

د G ټکی پیدا کول، د جي ټکی د مېرمنو د اورگازم حساسه نقطه ده چې باید پیدا او وپارول شي.

کانډوم کارول، کانډوم په ځانګړې توګه ځیګ ډول یې اورگازم ته په رسېدو کې مرسته کولی شي.

عمر او تجربه، مېرمنه په ټیټ عمر کې ژر او په لوړ عمر کې وروسته اورگازم ته رسیږي همدارنګه د خاوند تجربه هم مرسته کولی شي.

که چېرې اړیکه روغه او خوندوره شي نو مېرمنه به د خوښۍ او رضایت احساس وکړي او اورگازم به اسانه شي.

خیال او انځورول، که چېرې مېرمنه د جنسي اړیکو پر مهال په خیال کې اورگازم انځور کړي او همداسې دوام ورکړي نو ژر به اورگازم ته ورسیږي.

مېرمنه باید د ګډ ژوند ملګري ته خپلې غوښتنې ووایي ځکه د غوښتنو په ویلو او د خاوند له لوري د هغو په پوره کولو سره اورگازم اسانه کیږي.

هورموني درملنه، ښایي مېرمنه یا خاوند هورموني ستونزه ولري نو د هورموني معاینې وروسته باید خپله هورموني درملنه وکړي.

میاشتني عادت پورې اړه نه لري، باید په یاد ولرئ چې په مېرمنو کې د اورگازم ستونزه د هغوی په میاشتني عادت پورې هېڅ تړاو نه لري.

جنسي مشاوره، هغه مېرمنې چې له پورته لارښوونو سره سره یې بیا هم د اورگازم ستونز پر ځای پاتې وي هغوي باید ارواپوه ته لاړې شي او مشوره واخلي.

پایله:
جنسي پوهاوی، جنسي مشوره، پر ځان باور، درملنې ته ارزښت ورکول، د جنسي اړیکو غزول او پوره چمتووالی مرسته کوي، نارینه اړ دي چې د خپلې مېرمنې غوښتنو ته په کتو او همدارنګه هغې ته په موقع ورکولو سره له خپل انزال څخه وړاندې هغه انزال ته ورسوي او یا هم دواړه پر یوه مهال ځانونه خلاص او ارضا کړي.