رابعه نسیمي؛ په کامبریج پوهنتون کې د دوکتورا افغان محصله! 

رابعه نسیمي د ښاغلي ډاکتر نورالحق نسیمي لور ده چې د ۱۹۹۳ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۵مه نېټه زیږدلې ده. نوموړې وايي کله چې په ۱۹۷۹ کال کې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ نو دې دوی مور او پلار مجبوره شوه چې یوکراین ته مهاجر شي او هلته خپلو لوړو زده‌کړو ته ادامه ورکړي. په ۱۹۹۹ کال کې دوی برېتانیا ته تللی او تر اوسه همالته ژوند کوي. رابعه وايي، په برېتانیا کې د زده‌کړو او ژوند پرمهال څو ځلې افغانستان ته تللې ده او د خپلو سفرونو په لړ کې یې د افغانانو د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند په باب ژوره پوهه ترلاسه کړې ده. رابعه نسیمي هغه افغان کډواله ده چې د برېتانیا په کامبریج پوهنتون کې په زده‌کړو بوخته ده. البته کامبریج پوهنتون د برېتانیا هغه معتبر پوهنتون دی چې چارلز ډاروین، نیوټن او اسټفن هاوکینګ غوندې نامتو عالمان یې روزلی دي او هر کال د پوهنتونونو په درجه بندۍ کې په لومړیو دریو یا څلورو پوهنتونونو کې راځي. اوس مهال نوموړې په همدغه پوهنتون کې د ټولنپوهنې  په څانګه کې د دوکتورا (PhD) په کچه په زده‌کړو بوخته ده. آغلې رابعه نسیمي په ۲۰۱۶ کال کې په لندن سکول اف اېکانومېکس (LSE) کې د ټولنپوهنې په برخه کې خپله ماسټري به بریالیتوب سره بشپړه کړه. نوموړې لِسانس زده کړې هم د ټولنپوهنې او سیاست په برخه کې د برېتانیا په ګولډ سمېټ پوهنتون کې بشپړې کړې دي. رابعه نسیمي د زده‌کړو ترڅنګ د کډوالو د حقونو یوه پېژندل شوې فعاله ده چې د افغانستان او مرکزي آسیا د ټولنې (Afghanistan and Central Asian Association) په چوکاټ کې د افغان کډوالو د حقونو لپاره کار کوي. د افغانستان او مرکزي آسیا ټولنه (ACAA) یو خیریه بنسټ دی چې د آغلې رابعې د پلار لخوا تاسیس شوی او په برېتانیا کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتابه لپاره فعالیت کوي. 
 
آغلې رابعه نسیمي په برېتانیا کې له افغان کډوالو سره د مرستو او د هغوی د حقونو لپاره د منډو ترړو په پایله کې ګڼو جایزو ته نومول شوې ده. نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې د (WeAreTheCity Top 100 Rising Star) په نامه میډال ترلاسه کړ؛ دغه میډال په برېتانیا کې هغو مېرمنو ته ورکول کیږي چې فوق‌العاده ښه استعداد ولري او نورو خلکو لپاره بېلګه کېدای شي.  آغلې رابعې نسیمي دغه راز د افغانستان او مرکزي آسیا د ټولنې (ACAA) په استازیتوب د داوطلبانه کارونو لپاره د برېتانیا د ملکې جایزه (The Queen’s Award for Voluntary Services) هم ترلاسه کړې ده. یاده شوې جایزه د برېتانیا د مهمو او معتبرو جایزو له ډلې څخه ده چې معمولاً هغو خلکو یا بنسټونو ته ورکول کیږي چې له زیاتو زیامن شویو خلکو سره سرو کار لري او دروازې یې تل د خلکو پر مخ پرانېستې وي.
 
رابعه که څه هم په برېتانیا کې کوچنۍ لویه شوې او هلته یې په انګریزي ژبه زده کړې دي، خو په دري ژبه روانې خبرې کوي او د خیریه کارونو ډېر تمرکز یې په افغانستان او افغان کډوالو دی. نوموړې وايي چې ټوله هڅه یې دا ده چې داسې لوړې زده‌کړې وکړي چې په راتلونکې کې د افغانستان لپاره ګټور او غیزمن خدمت وکړی شي. نوموړې د خپلې دوکتورا څېړنه هم په «افغانستان کې هویت» تر عنوان لاندې ترسره کړې ده. 
 
رابعې د رسنیو په برخه کې هم زده کړې کړي دي؛ نوموړې د (FOUR Communications and M&C Saatchi) د اړیکو او رسنیو په پرمختللو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی. د همدغو ټریننګونو له برکته، نوموړې له ځینو معتبرو رسنیو سره وخت ناوخت قلمي همکاروي کوي، لکه بي بي سي، عرب نیوز، هوفینګټون پوسټ او داسې نور. 
 
نوموړې وايي د زده‌کړو ډېر تمرکز یې پر افغانستان باندې دی او د هېواد د ګڼو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي مسایلو په اړه یې ژور درک ترلاسه کړی. نوموړې په دې وروستیو کې د نیویارک په کلمبیا پوهنتون کې د افغانستان په اړه د مطالعاتو آمریکايي انسټیټیوټ لخوا په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ او «په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې» تر عنوان لاندې یې مقاله ارائه کړه.  
 
رابعه نسیمي په برېتانیا کې په ټولو هغو ناستو او کنفرانسونو کې فعاله ونډه اخلي چې د افغان کډوالو لخوا د افغانستان د مسایلو په اړه دایریږي او تل هڅه کوي له افغان کډوالو په ځانګړې توګه له مېرمنو سره مرسته وکړي.