شیدې مو پوستکی ځوان ساتي

 
په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي. څېړنو ثابته کړې چې په شيدو کې شته ويټامین B12، پروټین او کلسیم د پوستکي د خرابېدو او وچېدو مخه نیسي. تر ډېره په هغو کريمو کې چې د مخ د نرموالي لپاره کارول کيږي، لاکتیک اسید شته چې دغه ماده په زیاته کچه په شیدو کې هم موندل کيږي. دغه راز که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شيدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شي، له وخته مخکې د زړښت او د مخ د پوستکي له ګونځې کېدو مخنوی کوي. دغه راز که په ورځني ډول یو ګيلاس شیدې وڅښل شي، د روغتیا لپاره ګټورې دي، غاښونه، نوکان او وېښتان هم روغ ساتي.