دا کتاب د زلمکو لپاره دی، خو موږ یې تر زلمکو د هغو لپاره ډېر اړین بولو، چې له زلمکو سره سروکار لري. د هغو ښوونکو لپاره چې زلمکي روزي. د هغو میندو او پلرونو لپاره چې اولادونه یې زلمیتوب ته نږدې دي او د هغو کسانو لپاره چې غواړي د تنکیو ځوانانو ملګري او خواخوږي و اوسي.
زموږ لپاره دا ډېره اړینه ده، څو پوه شو چې زموږ ارزښتونه یانې څه؟ دیني، کلتوري، ټولنیز، اخلاقي او انساني ارزښتونه مو څه مانا لري؟ څه راته مهم دي او د دې لپاره چې بل ته خپل ارزښت په ښه ډول ور وپېژنو، څه باید وکړو؟ ایا هغه څه چې موږ ته ارزښت لري، بل ته یې لري؟
ډنمارکۍ لیکوالې (جېن ټېلر) دا ناول په ۲۰۰۰ ز کال کې لیکلی او جایزه یې هم اخیستې ده. جرمنانو په ۲۰۱۰ ز کال کې وژباړه. تیاترونه یې جوړ کړل او په ښوونځیو کې یې پر ماشومانو ولوست. له کورنیو سره یې خبرې پرې وکړې او زده کوونکي یې دې ته وروزل، که له ورته حالت سره مخ شي، څه عکس العمل باید وښيي؟ حتی په ډېرو ښوونځیو کې تدریسي پلان ته ور ګډ شو، خو برعکس فرانسې او ناروې په خپلو ښوونځیو کې د دې کتاب په لوستو د نېهلېزم او خشنو صحنو په خاطر بندیز ولګاوه.
د کتاب ژباړن وايي، د ما تصادفاً پر دې ناول سترګې ولګېدې، د کتاب تر شا یې لیکلي وو: «د زلمکو له کتابه ور هاخوا، د مانا او مفهوم لټون». همدې یوې جملې یې لوستلو ته وهڅولم. ومې لوست، ځینې ځیږې او بوږنوونکې جملې لري، خو بیا یې مې هم د ژباړې تابیا وکړه. لیکن د دې لپاره نه چې ما د ژباړې لپاره بل کتاب پیدا نه کړ، بلکې د دې لپاره چې زموږ د زلمکو پر ځای، دا کتاب زموږ لویان ولولي او دې ته پام وکړي چې زموږ نازولي هم له ورته حالت سره مخ کېدای شي. که څ هم دا ناول ټول فانتیزي، تخیلي او د وحشت سرحد نه پېژني.
زموږ په ټولنه کې چې کرکه او عقده له هوا سره ګډه ده او په ساه کې تنفس کېږي، موږ باید لا ډېره پاملرنه وکړو چې اولادونه مو له کرکې او عقدو څخه لرې او احساسات یې همداسې پاک او سپېڅلي وساتو. دا احساس ورکړو چې خپل همراز مو وبولي، له کوره بهر مو پر خپلو کړو وړو خبر کړي.
ژباړن وايي، سره له دې چې په دې کتاب کې ځینې ټکي زموږ له کلتور سره په ټکر کې دي، خو ما په هماغه شېبه کې اګنس، سوفي، پېېر انتون او نورو څېرې د خپلو زلمکو په څېرو کې لیدلې او دا پرېکړه مې وکړه چې دا ناول وژباړم، خو د زلمکو لپاره نه، د لویانو لپاره چې هغوی یې ولولي او د خپلو زلمکو د روزنې لپاره ترې استفاده وکړي او پر دې پوه شي چې زلمکي هم پر دې پوهاوي ته اړتیا لري چې موږ څوک یو؟ زموږ ارزښتونه څه دي؟ زموږ شتون او موږ ته مهم ارزښت یانې څه؟
نېک اولاد په دې دنیا د مور او پلار لپاره جنت دی، هر مور او پلار دا هیله لري؛ خو د ډېریو دا هیله تر مرګه نه پوره کېږي. که تاسې هم همدا هیله لری او غواړی چې ورته ورسېږی، نو دا کتاب ولولئ.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.
وروستي