په کرنه کې د عصري ماشینونو د استعمال ګټې!

موږ او تاسو په دې پوهيږو چې د پرمختللو هېوادونو کرنه په مکمل ډول په عصري او معیاري کرنيزو ماشینونو ترسره کيږي، دوی د همدې کرنيزو ماشینونو او نوې تکنالوژۍ په استعمال سره له ډیرې کمې ځمکې په کم وخت، کم بشري ځواک او کم مصرف سره ډیر عاید تر لاسه کوي، پرمختللي هېوادونه د نوې ټکنالوژۍ په مټ د نړۍ د زیات نفوس لپاره په لوړه کچه غذایي مواد برابروي، چې په دې سره يې هم خپل اقتصادي وضعیت تر لوړو پوړيو رسولی او هم يې خپلې منابع په ښه ډول سره استعمال کړي دي.

تېرو وختونو ته په کتو سره د نړۍ په هېوادونو کې کرنه ورځ تر بلې په نوې بڼه ترسره کيږي، دا ځکه چې پخوا نفوس کم او منابع زیاتې وې ولې اوس خبره برعکس ده، منابع کمې او نفوس ورځ تر بلې د زياتيدو په حال کې ده، نو د دومره زيات نفوس د خونديتوب لپاره اړینه ده چې په همدومره لویه کچه غذايي توکي توليد شي، تر څو ورباندې اوسنی ژوند پايښت ومومي، چې د همدې موخې د ترلاسه کيدو لپاره ترڅو له کمو منابعو زيات توليد ترلاسه شي په کرنه کې د عصري ماشینونو زيات استعمال ته ضرورت دی، یعنې د عنعنوي کرنې پر ځای عصري کرنې ته ضرورت دی، د عصري او يا نوې کرنې په شتون کې موږ له کمې ځمکې څخه د زیات توليد تمه کولی شو آما له دودیزې کرنې بیا د ښه، باکفیته او لوړ توليد تمه نه شي کیدای.

په کرنه کې د نويو ماشینونو په استعمال سره له کرلو وړاندې ، کرلو او حاصل اخيستو پورې ټولې عمليې په منظم او درست ډول ترسره کيږي، چې د کم بشري ځواک، کم مصرف او کم وخت کې ټولې کرنيزې عمليې ترسره کوي، د کرنيزو ماشينونو په استعمال سره د کرنيزو نباتاتو د کښت لپاره ځمکه، خاوره او په ټوله کې بستر په منظم ډول ترتیبیږي، بيا له بستر څخه وروسته ټولې کرنيزې عمليې داسې ترسره کيږي چې پکې د نباتاتو د ښې ودې لپاره ټول شرایط اماده وي، د نباتاتو د ښې ود ې په موخه کرنيزه ټکنالوژي د خاورې يوه ښه او مناسب بستر چې نباتات پکې ښه او سریع وده کولی شي اماده کوي، کوم چې د نباتاتو د کر لپاره مناسب فکتور دی، د کرنيزو ماشینونو په ګټنې سره د کرلو ټول نوي ميتودونه ممکن وي د مثال په ډول قطاري کرنه کوم چې د پاشاني کر په نسبت ډیره ښه نتیجه ورکوي او همدا شان په دې ډول کر کې نورې کرنيزې عمليې په اسانۍ سره ترسره کيږي، په دې ډول کرنه کې د هرزه بوټو کنترول اسانه وي همدا ډول د ابیاري او حاصلاتو د راټولولو پروسه ډیره اسانه وي، د کرنيزو ماشینونو په استعمال سره د حاصلاتو د راټولولو پروسه تر ډیره پورې ډاډمنه وي، چې له وجې يې د حاصلاتو د ضایع کیدو، خرابیدو او د کفیت د خرابیدو مخه نيول کيږي، د اوبو لګولو د نويو او عصري سیستمونو استعمال چې د نوې ټکنالوژۍ يو ډول دی د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي، کروندې ته د نورو بې کاره موادو مخه نیسي او همداشان د نباتاتو د اوبو اړتیا په ښه ډول پوره کوي، د عصري ماشینونو په استعمال سره حاصلات په ډير مطمین ډول راټوليږي، چې پکې د نباتاتو اولي او دوهمي توليدات په ښه ډول تر مارکيټه پورې رسيږي.

په کرنه کې د عصري ماشینونو استعمال کرنه د ښه مديریت لور ته بيايي، د کرنيزو چارو تنظیم او مديریت هغه څه دي چې په توليداتو کې زياتوالي راولي، کارونه په منظم او وخت سره ترسره کوي او همدا ډول کرنه پکې په عصري بڼه ترسره کيږي.