
د نړۍ د ۲۰ دينونو لنډ تاريخ، د پيروانو شمېر او بنسټيز اصول؛ هندويزم (۲- برخه)
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
۳- هندو دين:
په خپله هندو يوه يونانۍ کلمه ده چې د انډس سنيد وراېخوا سيمو او خلکو ته کارول کېده. دغه دين شااوخوا څلور زره کالونه پخوانی دی؛ له مسيحت او اسلام وروسته هندو په نړۍ کې د ډېرو پيروانو دين دی چې د شمېر يې له ۹۰۰ مېلېونه ډېر دی. د نړۍ نېږدې ۹۵ سلنه هندوان په انډيا يا هندوستان کې اوسيږي.
هندويزم د يو ځانګړي کتاب پرځای ډيرې سپيڅلې لېکنې لري او پر هغوی يې بارو دی. د هندويزم يو مذهبي لېکنه وېدا نوميږي چې له ميلاد ۱۵۰۰ کاله وړاندې تاريخ لري او په سانسکريت ژبه لېکل شوې ده. ودا په سناسکريت ژبه کې د وېدا مانا علم او پوه ده. هندوان په دې عقيده دي چې ودا به هر وخت په جريان کې وي؛ پيل او پای نه لري. ګېتا او ورته نورې په لسګونه لېکنې په هندو دين کې سپيڅلې دي.
د هندويزم ځيني باورونه او عقيدې:
دوی په يو خدای باور نه لري بلکې يو څو نارينه او ښځينه شيان د خدای په نوم پېژني.
۱- برهمن: هندوان په دې باور دي چې برهمن يو خدای دی چې ځمکه او ټول ژوندي موجودات يې پيدا کړي دي؛
۲- ويشنو: هغه خدای چې ځمکه او کاينات ساتي؛
۳- شيوا: هغه خدای چې ځمکه او کاينات به ويجاړ کړي او بيا به يې بېرته له سره جوړ کړي؛
۴- دوي: ښځينه خدای دی چې عدالت، حقوق او دندې به ساتي؛
۵- کرېشنا: هندوان په دې باور دي چې دغه خدای د مينې، زړه سوي، غم، رحم، شفقت او شفقت خدای دی؛
۶- لاکشمي: هندوان وايي چې دا يو ښځينه خدای دی، چې د تقدير، راتلونکي، بريا او شتمنۍ خدای دی؛
۷- ساراسوتي: هندوان باور لري، چې ساراسوتي د هنر او علم خدای دی.
هندو او بودا دينونه سره ډېر ورته والی لري. په اصل کې بودايزم له هندويزم را خېستل شوی دی. د دغه دوه دينونو ترمنځ ژور توپير په دې کې دی، چې بودايزم د هندو مذهب دننه د کاسټ يا طبقو سېسټم نه مني. بودايزم له هندويزم سره يو بل ژور توپير دا لري، چې په بودايزم کې خدايان، کشيشان او مذهبي تشريفات نشته.
د هندو مذهب د پيرويانو عبادات:
هندو مذهب کې عبادت ته پوجا وايي، چې په مندېر پا ټمپل کې کيږي. د دوی د عبادت لپاره ځانګړي وخت نه دی ټاکل شوی، بلکې هر وخت چې هندوان راحت وي کولی شي، چې عبادات وکړي او خپل مذهبي ځای ته لاړ شي. هندوان په کورونو کې هم عبادت کوي؛ ښځينه او نارينه خدايانو مجسمې لري. د هندوانو په مذهب کې خدای ته ډالۍ ورکول لکه ګل، غواړي، شيرني او ميوې ډېر شهرت لري.
د يو هندو دين تر چتر لاندې هندوان بيا په مذهبونو يا ډلو وېشل شوي دي. هغه ښځينه او نارينه خدايان مو چې وړاندې ذکر کړل په هندو دين کې مذهبونه دي او ځانګړي پيروان لري. پر برهمن، شيوا او ويشنو عقيده لرونکې ډېر دي او دغه درې اړخیز مذهب ډېر پيروان هم لري.
د هندويزم مقدسې ورځې او رخصتۍ:
- ديووالي Diwali: په هندوستان کې دغه مراسم ډېر شهرت لري او په ستره پيمانه نېول کيږي. Diwali د روښانيۍ د شمعو په مانا ده. په دغه ورځ هندوان په کوچينو خاورينو کاسو کې تيل اچوي او په کورونو او هټيو څراغونه لګوي. ديووالي په اکتوبر او نومبر کې لمانځل کيږي. هويليو کرېشنا او يو شمېر نور په هندو مذهب کې ديني ورځې دي.
هندويزم کې کاسټ يا د ټولنې د وېش سېسټم:
په هندويزم کې هندو ټولنه د تقدير او رېښتنې ژوند پر اساس په څلورو ګرپونو وېشل شوې ده:
۱- برامېن: دغه طبقه د مذهبي مشرانو او پوه لرونکو کسانو تولګی دی.
۲- کشاترېا: دغه طبقه کې سرتيري او نور عام کارګر شامل دي.
۳- واسيا: مهارت لرونکي کارګر
۴- شودرس: بې تجربې او مهارته کارګر.