د نړۍ د ۲۰ دينونو لنډ تاريخ، د پيروانو شمېر او بنسټيز اصول (۱- برخه)

د نړۍ د ۲۰ دينونو لنډ تاريخ، د پيروانو شمېر او بنسټيز اصول (۱- برخه)
لېکنه: ډاکټر نېک محمد ويال

د ځينو تر سره شوې څېړنو او شمېرنو له مخې اوس مهال د ځمکې پر مخ د دينونو شمېر تر ۴۲۰۰ پوري ښوودل شوی دی. د عقيدو منظې ټولګې، ټولنيز او کلتوري سېسټم، د نړۍ لېد او په پر يو خارق العاده ځواک/ځواکونو باور ته دين وايي.

د اسلام سپيڅلي دين اړوند د ځمکي پر مخ لومړی دين د حضرت ادم (ع) له پيدا کېدو سره سم منځ ته راغی چې د لوی خدای (ج) واحدنيت يې بيانولو او په مختلفو دورو کې مختلف دينونه خپل کړل او وروستی بشپړ اسماني دين د اسلام سپيڅلی دين دی.

بيا د يو شمېر څېړنو له مخې هندو دين د ځمکنيو دينونو ترټولو لومړی دين شمېرل کيږي. په لويه کې دينونه اسماني او ځمکني دي، چې اسماني دينونه اسلام، عيسويت، يهوديت... او ځمکني دينونه هندويزم، بودېزم او نور دي.

د نړۍ اسماني او ځمکني شل ستر دينونه:
۱- د اسلام سپيڅلی دين:
د اسلام سپيڅلی دين د خدای پر وروستي پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ٌص) د وحي له نزول وروسته ظهور وکړ. اسلام د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې ظهور شو او په څرګندېدو سره يې ټول هغه وحشتونه لکه د ښخو ژوندي تر خاورو لاندې کول له منځه لاړ، بوتان مات شول او د اور عبادت ځايونه وتړل شول.

د اسلام د سپيڅلي دين په راتګ سره نور ټول پخواني اسماني دينونه منسوخ شول خو بارو پرې ساتل کيږي. اسلام د سولې دين دی او وروستی څېړنو چې د نورو اديانو پيرويانو او عالمانو پرې کړې دي، ثابته شوې ده چې اسلام د انساني ژوند سوله ييز اصول لري؛ اخروي او د دغه نړۍ مثبت، د سولې، ورورولۍ، رحم، مينې، انصاف او عدالت ژوند په کې پروت دی.

د اسلام پنځه مهم ارکان:
۱- کلمه طيبه: اسلام ته د دننه کېدو لار په ژبه ويل او په زړه د (لَآ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰهِ) مبارکې کلمې ويل دي.

۲- لمونځ: د اسلام مقدس دين دويم فرض پنځه وخت لمونځ دی. د لمانځه په اړه په سيڅلي قرآن کريم کې ويل شوي. (وَأَقِيمُوا الصَّلٰوةَ وَءَاتُوا الزَّكٰوةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرّٰكِعِينَ
او لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ او كوم خلك چي ما ته سر ټیټوي، تاسي هم له هغو سره ټيټ شئ!)

۳- روژه: مسلمانانو ته امر شوی دی چې په کال کې يوه مياشت چې د سپوږميز کال رمضان مياشت کيږي روژه ونېسي. په روژه کې مسلمانان عبادات کوي او همدا ډول له خوراو او غريبو خلکو سره مرسته او صدقې کوي.

۴- زکات: شتمن مسلمانان د خپل مال او شتمنۍ ټاکل شوې برخه پر غريبو وېشي چې ورته زکات وايي.

۵- حج: په ژوند کې پر مسلمان فرض شوی ده، چې د خدای کور يانې مکمې مکرمې ته لاړ شي او د حج سپيڅلی فرض ادا کړي.

۲- عيسويت:
په اسماني دينونه کې ابراهيمي دين دي چې اوس مهال تر ټولو زيات پيروان لري. د عيسويت د پيروانو شمېر د وروستيو شمېرنو پر اساس تر دوه ملېارده ډېر حساب شوی دی. د دغه دين د پيل نېټه پر حضرت عيسي (ع) له وحي وروسته شمېرل کيږي.

د عسيوي دين سپيڅلي کتاب انجيل دی چې په قرآن کريم کې يې هم ذکر راغلی دی. خو انجيل اوس په هغه بڼه نه دی پاتې کوم چې اصل کې دی او د اسلام په ظهور سره عيسويت او کتاب يې يانې انجيل منسوخ شول.

عيسويان د انجيل په نوې بڼه کې په درې ګونې جوړښت عقيده لري. دغه درې ګونی جوړښت خدای، عيسي او روح مقدس دی. سپيڅلی روح د انجيل په نوې بڼه کې ۹۰ ځلې تکرار شوی دی او ليکل شوي دي، چې عيسی (ع) د سپيڅلي روح له خوا تصور شو او د باکرې مريم څخه پيدا شو. ځيني عيسويان د مقدس روح اړيکه په يهوديت کې له Ruach Hakodesh سره نېږدې بولي او په دې عقيده دي، چې Ruach Hakodesh په يهوديت کې د روح مقدس اسماني ځواک، وړتيا او اغېز دی چې خدای پر خپل مخلوق لري.

د انجيل په نوې بڼه کې دا هم ويل شوي دي چې روح مقدس د کايناتو له شتون وړاندې پيدا شوې وو او خدای هر څه د همدې روح په اساس بيا پيدا کړل. د دوی په عقيده چې روح مقدس ميوه او ډالۍ لرونکی دی. چې مينه، مهرباني، سوله، خوند، ځان ساتنه، ښه کول، عقيده يې مېوې؛ عقل، پوهه، مشوره، له خدای ويره، تقوا، قدرت او علم يې ډالۍ دي.

د عيسويت پنځه مهمې عقېدې:
۱- کليسا: خدای د ځمکې پر مخ يو څو انسټېټيوټ رامنځ ته کړل چې يو ورڅخه کليسا وه. د عيسی (ع) مرګ د کليسا د ايجاد پر اساس وو. لومړۍ کليسا په بيیت المقدس کې جوړه شوې ده.

۲- ملايکې: د انجيل په نوې نسخو کې د ملايکو ذکر د سپيڅلي قرآن کريم په ډول شوی دی. ملايکې د خدای مخلوق دی، د خدای پر انساني مخلوق نظارات کوي، دندې يې وېشل شوي دي.

۳- شيطان: د عيسويان په عقيده شيطان شړل شوې ملايکه ده چې د خدای دښمني کوي. عيسويان وايي چې شيطان د هوا قدرت شهزاده دی. شيطان به اخير د اور په جهيل کې واچول شي.

۴- بيا ژوند: دوی پر بيا ژوند عقيده لري او باور دی چې له خلکو سره به حساب وشي. عيسی (ع) به بيا راشي او کليسا به را ژوندۍ کړي.

۵- ګناه: عيسويان پر ګناه باور لري چې انسان ګناه کوي او عيسی (ع) په دې پار رالېږل شوي وو، چې خلک له ګناه وژغوري.