
د سپوږمۍ په نشتون کې به د ځمکې پر مخ څه پېښ شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
لوی خدای (ج) ځمکه او اسمانونه د بشر لپاره لکه فرش او چتر پر خپل ستر ځواک سره وغوړول. د ستر خدای (ج) ستر حکمت دی چې ځمکه او اسمانونه يې په کنټرول کې دي او په منظم ډول سره ورته سپارل شوې دندې تر سره کوي.
سپوږمۍ روښاني نه توليدوي بلکې له لمر څخه رڼا اخلي. په سپيڅلي قران کريم هم د سپوږمۍ لپاره قمر کلمه کارولې شوې ده؛ د لمر لپاره بيا د شمس او سراج کلمې کارول شوې دي. سراج او شمس په عربي ژبه کې د روښانيۍ ورکونکو په مانا دي بيا له بلې له خوا قمر د روښانيۍ اخېستونکې په مانا ده.
له ځمکې څخه د سپوږمۍ واټن تر 238,855 مېله دی او په خپله د سپوږمۍ قطر 3,475 کيلومتر مربع دی چې د ځمکې څخه درې ځله کوچنۍ ده.
د نړۍ ساينس پوهانو چې هر څومره د کايناتو په اړه څېړنې او مطالعه کوي، نو تر شا يې د قادر خدای قدرت ګوري. په دې لېکنه کې پنځه هغه په زړه پوري ټکي درته په ګوته کيږي چې د سپوږمۍ په نشتون کې به د ځمکې پر مخ پېښ شي.
۱- که چېرې سپوږمۍ نه وای نو شپې به ډېرې تياره وای. د ځمکې پر مخ ورځ به يوازې پنځه يا نهه ساعته وای او نور به شپه وای. له سپوږمۍ وروسته دويمه روښانه سياره زهره ده، خو د سپوږمۍ په نشتون کې زهره نه شي کولی چې د لمر په نشتون کې د سپوږمۍ پر اندزه ځمکه روښانه کړي.
۲- د سپوږمۍ په نشتون کې به په بحيرو کې هم تغير رامنځ ته شي. د بحيرو او اوبو څپې يا موجونه په سپوږمۍ پوري تړاو لري. که چې سپوږمۍ نه وي نو د بحيرو څپې به درې چنده را ټېتې شي. د سپوږمۍ په نشتون کې به د مديترانې بحيرې مستې څپې ونه لېدل شي.
۳- کسوف يا لمر تندر نېونه د سپوږمۍ له امله وي. هر کله چې د سپوږمۍ سپورۍ پر لمر وليږي نو کسوف رامنځ ته کيږي. د سپوږمۍ په نشتون کې بيا د کسوف امکان نشته.