نړۍ کې يوازې نهه (۹) هېوادونه اټومي وسلې لري؛ نوملړ يې دلته وګورئ

نړۍ کې يوازې نهه (۹) هېوادونه اټومي وسلې لري؛ نوملړ يې دلته وګورئ
لېکنه ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د نړۍ يو شمېر هېوادونو اټومي وسلې جوړې کړې. د امريکا متحد ايالت لومړی هېواد وو، چې په ۱۹۴۵ز کال، د جولای مياشتې په ۱۶مه نېټه امريکا په نوي مکسيکو خپلې اټومي بم ازمايښت کړ او ورپسې يې د ياد کال د اګست په شپږمه نېټه د جاپان پر هېروشوما اټومي بم وغورځولو چې ۱۳۰ زره کسان يې مړه او ټپيان کړل او د جاپان په ناګاسمي اټومي بم تر ۲۸ زره کسانو ته تلفات ورسول. په دې سره يې په دويمه نړيواله جګړه کې نه يوازې جاپان بلکې محوري ځواک مات کړ.

اوس مهال په نړۍ کې نهه هېوادونو اټومي وسلې په لاس کې لري، چې په درېيو ګروپونو وېشل شوي دي.

الف: د نه پراختيا تړون Non-Proliferation Treaty: د نړۍ پنځه هېوادونه په دغه تړون کې راځي. يادو هېوادونو د دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۶۸ کال کې د اټومي وسلو د نه پراختيا تړون لاسليک او په ۱۹۷۰ کال کې دغه تړون په اجباري ډول د پلي کېدو وړ شو. د نړۍ پنځو سترو هېوادونو ياد تړون لاسليک کړی چې اټومي وسلې به نه پراخوي.

د NPT تړون لاندې پنځه اټومي هېوادونه:
۱- د امريکا متحده ايالت: دغه هېواد خپله لومړۍ اټومي وسله پر نوې مکسېکو په ۱۹۴۵ کال کې وازمويله. امريکا تر اوسه ۱۰۵۴ اټومي ازماېښتونه کړي دي. امريکا ۶۱۸۵ اټومي سرګولولې لري چې ۱۶۰۰ يې ځای پر ځای کړې دي.

۲- روسيه: مسکو خپله لومړۍ اټومي وسله په ۱۹۴۹ کال په قزاقستان استعمال کړه. ۷۱۵ اټومي ازموينې يې کړې دي، تر ۶۵۰۰ اټومي وار هېډز لري چې ۱۶۰۰ يې د جګړې لپاره چمتو دي.

۳- انګلستان: دغه هېواد له دويمې نړيوالې جګړې وروسته اټومي وسلو ته لاس رسی پيدا کړ او په ۱۹۵۲ کال کې په اسټراليا اټومي وسله وکاروله. ۲۱۵ سرګولولې لري چې تر ۱۲۰ يې ځای پر ځای کړې دي. انګلستان تر اوسه ۴۵ اټومي تېسټونه کړي دي.

۴- فرانسه: فرانسه هم د NPT تر تړون لاندې اټومي هېواد دی. فرانسه درې سوه اټومي وار هېډز لري او لومړۍ ازموينه يې په ۱۹۶۰ کال په الجريا ښارګوټي تر سره کړه. فرانسې ۲۱۰ د اټومي وسلو ازموينې کړې دي.

۵- چين: په ۱۹۶۴ کال کې پر لاپ نار خپل لومړۍ اټومي وسله ټېسټ کړه. دغه هېواد ۲۹۰ اټومي سرګولولې لري چې تر اوسه يې ځای پر ځای کړې نه دي. چين هم د انګلستان په ډول د اټومي وسلو ۴۵ ټېسټونه کړي دي.

ب: هغه هېوادونه چې د NPT له تړون بهر دي:
۶- هندوستان: په ۱۹۷۴ کال کې د راجستان پاخران استعمال کړه. ۱۴۰ اټومي سرګولولې لري او شپږ ټېسټونه يې کړي دي.

۷- پاکستان: ياد هېواد په ۱۹۹۸ کال کې خپله لومړۍ اټومي وسله پر بلوڅستان وکاروله. اوس مهال تر ۱۵۰ اټومي وارهېډز لري چې شپږ ازموينې يې هم تر سره کړې دي.

۸- شمالي کوريا: تر ۳۰ اټومي سرګولولې لري او لومړۍ ازموينه يې په ۲۰۰۶ کال کې کړې ده. شمالي کوريا د اټومي وسلو د غني کېدو له امله د امريکا او غربي ټولنې له بندېزونو سره مخ هېواد دی.

ج: نه څرګند اټومي هېوادونه:
۹- اسرائيل: اسرائيل تر ۹۰ اټومي سرګولولو ته لاس رسی لري چې کومه اټومي ازموينه يې نه ده کړې.