د امريکا پوځ په (افغانستان، عراق او سوريې) کې له دغه (څلور) وژنکو وسلو ‌ډېر کار اخېستی

د امريکا پوځ په (افغانستان، عراق او سوريې) کې له دغه (څلور) وژنکو وسلو ‌ډېر کار اخېستی
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي پاڼې څښتن

امريکا په نړۍ کې ستر هېواد دی. د دويمې نړيوالې جګړې وروسته په زبرځواک هېواد بدل شو. امريکا د نورو وړتياوو ترڅنګ غښتلی او ستر پوځي ځواک هم لري چې پر مختللو او د نوې ټېکنالوژۍ پر وسلو او جګړه ييزو مهماتو سمبال دی. دلته د امريکا وسله وتل پوځ څلور سترې وسلې درته په ګوته کوو.

۱- AH-64 Apache چورلکه:
دغه چورلکه د ځکمني ځواک ملاتړې چورلکه ده. AH-64 Apache کولی شي چې خپل ځمکني پوځونه حمايه کړې او په شااوخوا کې يې د مقابل لوري هر ډول تهديد او ګواښ له منځه يوسي. د امريکا پوځ دغه چورلکه د افغانستان او عراق په جګړو کې هم کارولې ده. دغه چورلکه پر ځمکني پوځ ګزمه کوي او هغه کمېنونه له منځه وړي چې د ځمکني پوځ پر لار نېول شوي وي.

۲- M-1 Abrams:
د M-1 Abrams په نوم سره نومول شوې وسله د امريکا په ځمکني پوځ کې ټانک دی. دغه ټانک د تهاجمي عملياتو پر ځای تر ډېره په دفاعي عملياتو کې برخه اخلي. دغه ټانک تر ۶۰ ټنه وزن لري، زغره وال پوښ لري او د نېږدې واټن وېشتونکي توپونه په کې ځای پر ځای شوي دي. دغه ټانک په يو ساعت کې تر ۷۰ کيلو مټره مزل وهلی شي. دغه ټانک ته ورته ټانکونه د روسيې او چين ځمکنيو پوځونو په لاس کې هم شته. په مخامخ جګړو کې کمې بېلګې موجودې دي، چې دغه تانک په بشپړ ډول له منځه تللی وي.

۳- Towa - Anti Tank Missile:
دغه د ټانک ضد مزايل لومړی د روسيې په لاس کې وو، خو څه وخت وروسته امريکا هم د ځان لپاره ډيزاين کړل. امريکا د ويتنام په جګړه کې له دغه وسلې ګټه پورته کړه او د روسيې يو شمېر ټانکونه يې پرې له منځه يوړل. ورپسې امريکا بيا د عرب - اسرائيلو او عراق - ايران په جګړو کې Towa - Anti Tank Missile وکارول. امريکا په وروستيو کې د افغانستان، عراق او سوريې په جګړو کې دغه وسله استعمال کړه.

۴- M-2 Machine Gun:
دغه وسله لاسي توپک دی، چې د مرمۍ قطر يې دوه اعشاريه پنځه اي اِم دی. د امريکا پوځ دغه وسله نېږدې له تېرو سلو کالونو کاروي، چې په ياده موده کې يې بڼه او ځواک نوی او غښتلی کيږي. دغه وسلې ځينې هوايي چورلکې رانسکوې کړې او همدا ډول يې ځمکني جګړييزې عرادې تخريب او له کاره غورځولې دي. د M-2 Machine Gun پرمختللې بڼه ستر وزن لري او د لاس پر ځای پر موټرونو او ټانکونو کې ځای پر ځای کيږي.
اوس مهال دغه وسلې ته زهري مرمۍ هم چمتو شوې دي، چې که چېرې پر دغه وسله ژوندی موجو ټپي شي نو بيا يې د ټپونو د جوړېدو امکان نه وي.